واشنګټن: هند له پاکستان څخه د حیدراباد کېس فنډ وروسته له هاغې وګاټه کله چې د برتانیې یوې محکمې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د هند په ګټه ددغه کېس پرېکړه وکړه.
په دغه کېس باندې د تېرو څو کلونو راهیسې کار روان وو.
ددغه کېس له مخې ۳۹ میلیونه ډالره پاکستان ته د حیدراباد د نظام عثمان علي خان لخوا مخکې له دې استول شوي وو چې ده له هند سره د پاتې کېدو فیصله وکړه.
دا پیسې په برتانیه کې د ریاست والي د پاکستان نوي جوړ شوي هایي کمېشنر ته لېږلې وې او په یو بېنک کې د ډپلوماټېک قانون لاندې پرتې وې.
ددې پېسو لپاره د حیدر اباد والي نوسو کېس کړی وه چې دا د دوی دي.
دغه کېس په ۲۰۱۲ کال کې هغه وخت راپورته شو کله چې هندوستان ته د ۱۹۴۸ کال د سپټمبر له شلمې نېتې راهیسې د پاکستان د لوی کمېشنر (هايي کمېشنر) تر نامه لاندې د بانک له لیارې لېږدول شوي دي.
دغه کېس وروسته له هاغې پرانېستل شو کله چې د پاکستان هايي کمېشنر واجد شمس الحسن په دغه مسله کې خپل مصونیت ختم کړ.
د دغه حکم په وړاندې غبرګون:
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغې حکم په اړه په یو بیان کې ویلي دي:
" پاکستان د حیدراباد د فنډ کېس په اړه د برتانیې د هايي کورټس د ججمنټ نوټس وروسته له هاغې چې د ۲۰۱۹ په جون کې پرې دوه محکمې جوړې شوې وې نن واخېست. په دغه حکم کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې مودې راهیسې روانې ادعاوې رد شوي دي او د وخت د حیدر اباد د نظام ادعاوې یې پر ځای ګڼلي."
په بیان کې وړاندې راغلي دي:
"په دغه حکم کې هغه تاریخي اړخ ته نه دي کتل شوي چې هندوستان په غیر قانوني توګه او د نړیوالو قوانینو څخه په سرغړونې حیدر اباد له ځان سره تړلی دی چې له امله یې د حیدر اباد نظام په ورخطايي سره هڅې کړي چې د هندي یرغل په وړاندې له خپلو خلکو څخه دفاع وکړي."
د بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي، چې نظام دغه مسله د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې هم راپورته کړې ده چې تر اوسه هم په اجندا کې ده.
"نظام په خپلواکه توګه پاکستان ته د مرستې لاس نیولی او د پاکستان حکومت هم ورته ورکړې ده."
په بیان کې دا هم راغلي دي چې پاکستان د محکمې ددغه حکم له ټولو اړخونو په ژوره توګه ارزوي او قانوني مشورو د ترلاسه کولو وروسته به نور ګامونه پورته کړي.