لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته د افغان طالبانو د پلاوي په تګ د سوشل ميډيا غبرګون


واشنګټن ــــ پاکستان ته د افغان طالبانو د پلاوي سفر ته په سوشل ميډيا بېلابيل غبرګون ویل شوی، چې ډېری کسانو پرې نیوکې کړې دي خو ځینو یې هرکلی هم کړی دی.

پښتنې سياستوالې بشرٰی ګوهر پاکستان ته د افغان طالبانو په راتګ په ټویټر پوښتنه راولاړه کړې او ويلي يې دي:

"د پاکستان سیاستوال او پارلیمان ولې د طالب ترهګرو او سټراټيجيکي اثاثو د ګوډاګي وزيراعظم طالبان خان سره په ليدنه غلي دي؟ د دوی د پاکستان د سفر اسانتیا چا برابره کړې ده؟".

حمد تقي هم دې ته ورته له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو پر لیدنه طنز کړی او په ټویټر یې ویلي. ​د طالبانو لوړپوړي په ږيرو مشران د خپلو بې ږيرو وروڼو سره په اسلام اباد کې ويني. په یو بل ټویټ کې یې لیکلي:

"د ای ایس ای مشر جنرل فیض حمید د سدرن کمانډ له بریګېډیر غني برادر ته هرکلی وایي."

پښتون سياستوال او د بشري حقونو مبارز افراسياب خټک- چې تل یې په افغانستان کې د پاکستان تګلاره غندلې- په ټویټر ویلي:

"د اوږدې مودې د انکار نه وروسته د پاکستان رياست په ولسي او سرکاري کچه طالبانو جنګيالیو ته ورغاړې وتو، خو د دوی کاروونکي په پاکستان کې د دوی په اړه ښکاره پاليسي نه لري او دغه تضاد د دوی د ډلو جوړولو غمازي کوي".

د افغان طالبانو پلاوی د اسلام اباد په سفر دی، چې د مطبوعاتو په وینا د پاکستان د وزيراعظم عمران خان، د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د ای اېس ای له مشر سره یې هم ليدلي دي.

د طالبانو پلاوي د بهرنیو چارو له وزير شاه محمود قرېشي سره هم ليدلي او د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان غواړي چې د افغانستان شخړه د خبرو د لارې هواره شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG