لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو اؤ عمران خان ترمنځ هیڅ لېدنه نه ده شوې،دپاکستان دحکومت سپیناوی


داطلاعاتو په هکله دپاکستان د وزیراعظم صلاح کارې فردوس عاشق اعوان په اسلام اباد کې دطالبانو د پلاوي اؤ وزیراعظم عمران خان ترمنځ دلېدنې راپورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې عمران خان طالب مشرانو سره هیڅ لیدنه نه ده کړې.

تر دې وړاندې په رسنیو کې داسې راپورونه مخې ته راغلي وؤ چې د زیارت په ورځ دملاعبدالغني برادر په مشرۍ دوحه نه اسلام اباد ته راغلي ۱۲ کسیز طالب پلاوي د وزیراعظم عمران خان سره لیدنه کړې اؤ په دغه لیدنه کې دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه هم موجود وؤ.

خو دجمعې په ورځ د وزیراعظم داطلاعاتو صلاحکارې فردوس عاشق اعوان په ټوئټر لیکلي چې دعمران خان اؤ طالبانو ترمنځ دلیدنې خبرونو کې هیڅ صداقت نشته.

میرمن اعوان ویلي په خارجه دفتر کې طالبانو سره شوې خبرې اترې د(افغان)سولې دپاره یو ښه ګام دی اؤ پاکستان تل دسیمه ییز اؤ نړیوال امن دپاره لارې هوارولو کې یو زړه پورې رول لوبولی دی.

هغې ویلي “تیره ورځ دطالبانو دپلاوي خارجه وزیر سره لیدنه ددې لړۍ یوه کړۍ وه اؤ هیله لرو چې له دې څخه به ګټورې نتیجې ترلاسه شي”

دچهارشنبې په ورځ دقطر نه دطالبانو یو ۱۲کسیز پلاوي په داسې حال کې اسلام اباد ته رسېدلی چې افغان سولې دپاره دامریکا استازی زلمی خلیلزاد د وړاندې نه اسلام اباد کې موجود وؤ اؤ څېړونکي هیله ښایي چې زلمی خلیلزاد اؤ طالبان به اسلام اباد کې یوځل بیا مخ په مخ وویني اؤ دسولې د ودرول شوؤ خبرو په بیا پیل کولو به بحثونه وکړي.

طالبانو تیره ورځ دپاکستان دخارجه وزیر شاه محود قریشي سره لیدنه کړې وه اؤ له دغې لیدنې وروسته ښاغلي قریشي پخپله یوه وینا کې ویلي پاکستان هیله لري چې دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دسولې ودرول شوې خبرې به له هغه ځایه پیل شي په کوم ځائ چې ودریدلې وې.

د طالبانو سره د شاه محمود قرېشي د ملاقات په اړه د پاکستان خارجه دفتر په بیان کې ویلي پاکستان په افغانستان کې د امن او جوړجاړي د یو داسې بهیر ملاتړ کوي چې د "افغان ټولنې ټولې برخې" پکې شمولیت ولري. بیان کې د افغان حکومت ذکر نه دی شوی.

د پاکستان خارجه دفتر ویلي دا وړومبی ځل دی چې په قطر کې میشته د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي د پاکستان سفر وکړو.

د دې نه وړاندې هم سږ کال یو طالب پلاوی اسلام اباد ته تلونکی و خو بیا یې سفر وځنډیدو.

په دغه موقع وزیراعظم عمران خان ویلي وو که چېرې د طالبانو سره یې خبرې شوې وې نو غږ به یې پرې کولو چې طالبان دې د افغان حکومت سره هم خبرو ته کښېني.

دافغانستان دولت پاکستان ته دطالبانو په اوسني سفر کلک غبرګون ښودلی اؤ دصدارتي ماڼۍ ویاند ښاغلي صدیق صدیقي ویلي چې دافغان دولت له ګډون پرته دسولې هڅې نه شي بریالۍ کیدلی.

هغه پاکستان کې طالب مشرانو ته ورکړل شوی پروټوکول یا درناوی هم د ډیپلوماټکي اصولو په ضد عمل بللی اؤ په پاکستان یې غږ کړی چې دخپلې خاورې نه باید د ترهګرو پټنځایونه ختم کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG