لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دارګ ویاند:دپاکستاني چارواکو اؤ طالبانو دلېدنو دهرکلي بیان دافغانستان دخارجه وزارت د ویاند شخصي نظر دی


د افغان ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت د ویاند صبغت الله احمدي په اسلام اباد کې دپاکستان دحکومت او طالبانو د استازو ترمنځ لیدنه او دسولې خبرو له پیلیدو څخه هرکلی دهغه شخصي نظر بللی دی

ښاغلي صدیقي په خپل ټویټ کې ویلي دسولې تګ لاره ارګ جوړوي او په دې اړه یې جوړه شوې پالیسۍ اعلان کړې هم ده اود سولې هغه تازه هڅې چې پاکستان کې پیل شوي په غبرګون کې د دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت د ویاند تازه څرګندونې دافغان حکومت د رسمي دریځ په معنا نه دي.

دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي دجمعې په ورځ پخپل یو بیان کې دپاکستاني چارواکو اؤ طالبانو مشرانو ترمنځ اسلام اباد کې دشوؤ لیدنو څخه هرکلی کړی ؤ اؤ هیله یې ښودلې وه چې پاکستان به داځل افغانستان کې دسولې دپاره په اخلاص ګامونه واخلي.

نوموړي ویلي و چې دسولې په اړه کومې خبرې چې دپاکستان او دطالبانو دپلاوي ترمنځ پیل شوي په دې سره به دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې مذاکراتو ته زمینه برابره شي.

احمدي په خپلو خبرو کې له پاکستان څخه هیله کړې وه چې په ریښتني توګه داسې اغیزمن اقدامات ترسره کړي چې په هغې سره طالبان له افغان حکومت مذاکراتو کولو ته حاضرشي.

دتیرې پنجشنبې په ورځ دطالبانو دمرکچي پلاوي دمشر ملاعبدالغني برادر په مشرۍ دطالبانو ۱۲ کسیزه پلاوي او له دې وړاندې دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې هدف پاکستان سفر وکړ ترڅو دسولې دریدلې خبرې دپاکستان په هڅو بیا پیل شي.

اسلام اباد ته دطالبانو دپلاوي په رسیدو او دپاکستاني چارواکو لخوا دهغوی په هرکلي دافغانستان دولسمشر ویاند صدیقي صدیقي هم نیوکه کړې وه او ویلي وؤ دا د ډیپلوماټیکو اصولو پرضد عمل دی.

صدیقي په خپلو خبرو کې ویلي و چې دطالبانو دپلاوي سفرونه دسولې له پروسې سره مرسته نه شي کولی او دسولې خبرې باید دافغان حکومت په مشرۍ ترسره شي.

دافغانستان دحکومت دسولې په اړه د دوؤ رسمي ادارو متضادې څرګندونې په داسې حال مخې ته راغلي چې دامهال دطالبانو پلاوی او دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړۍ استازی زلمی خلیلزاد په اسلام اباد کې دي اوپاکستان هڅه کوي چې په خپل منځګړیتوب د سولې دریدلې خبرې بیا پیل کړي.

دامریکا اوطالبانو ترمنځ دسولې خبرې شاوخوا یوه میاشت وړاندې وروسته له هغې دامریکا دولسمشر لخوا ودرول شوې چې طالبانو په یوه برید کې یوتن امریکايي عسکر په ګډون په کابل کې دیو برید پرمهال ۱۲ تنه ووژل.

دسولې دخبرو له دریدو وروسته دطالبانوپلاوي روسیې چین،ایران او تازه سفر یې پاکستان ته ترسره کړی او په اسلام اباد کې دې پلاوي دبهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي او له ګڼو نورو پاکستانیو چارواکو سره یې خبرې کړي او له طالبانو څخه غوښتل شوي چې دسولې خبرې دې بیا پیل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG