لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي ۲۰ سیالیو وړومبۍ لوبه کې پاکستان سریلنکا نه ماتې خوړلې ده


دسریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې د ټي ۲۰ د درېوؤ سیالیو د لړۍ په وړومبۍ سیالۍ کې کوربه لوبډلې پاکستان ته په۶۴ منډو ماتې ورکړې ده.

دسریلنکا اؤ پاکستان ترمنځ ددې مهمو سیالیو وړومبۍ لوبه د لاهور په قذافي لوبغالي کې شوې چې پکې میلمنې لوبډلې دپینځوؤ لوبغاړو په تاوان پاکستان ته د ګټې دپاره د ۱۶۶منډو هدف ورکړی ؤ.

د سریلنکا د ۱۶۵منډو په جواب کې چې کله دپاکستان لوبډلې توپ وهنه پیل کړه نو ټول لوبغاړي یې په ۱۰۱ منډو وسوځېدل.

په پاکستاني لوبډله کې تر ټولو زیاتې منډې افتخار احمد جوړې کړي دي چې شمیر یې ۲۵ؤ ته رسیږي.

دسریلنکا له لوري دنوشکا ګوناتهلا ۵۷منډې جوړې کړي چې په دې سیالۍ کې تر ټولو زیاتې منډې دي.

دپاکستاني لوبډلې له لوري محمد حسنین پرله پسې درې دسریلنکا لوبغاړي سوځولي اؤ شاداب خان د یو لوبغاړي په سوځولو بریالی شوی دی.

دپاکستاني لوبډلې کپتان په دې لوبه کې یوازې ۲۴منډې جوړې کړي اؤ داصف علي دمنډو شمیر شپږ،د عماد وسیم اووه اؤ فهیم اشرف دمنډو شمیره اته ده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به د ټي ۲۰ دویمه سیالي په اووم اؤ دریمه سیالي په نهم اکتوبر کیږي.

تر دې وړاندې د دواړو هیوادونو ترمنځ د یو ورځنېو لوبو درې سیالۍ په کراچۍ کې سرته رسیدلي چې دوه پکې پاکستان ګټلي اؤ یوه لوبه د باران له امله نه وه شوې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG