دپېښور په کلیواله سیمه جهګړا کې یوه پېغله اؤ زلمی دغیرت په نوم وژل شوي اؤ له وژل کیدو وروسته یې مړي دباړې خوړ ته غورځول شوي دي.
دپېښور دڅمکنو پولیس ټاڼې یو تن چارواکي د اتوار په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ته دنوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د وژل شوي زلمي پیژندګلو د جواد ولد فاروق په نوم شوې ده چې دڅمکنو دخالق اباد سیمې اوسېدونکی ډ.
هغه وویل دجواد سره چې کومه پېغله وژل شوې دمصلحت په اساس دهغې نوم اؤ سیمه نه شي څرګندولی خو ویلي یې دي جواد اؤ دغه پېغله په یو بل مئین وؤ اؤ تیره ورځ نامعلومو کسانو ویشتلي اؤ وژلي دي.
دپولیسو دغه چارواکي وویل چې له وژل کیدو وروسته وژونکو د پېغلې اؤ زلمي مړي دباړې خوړ ته غورځولي وؤ چې وروسته دسیمې خلکو لیدلي اؤ پولیسو ته یې اطلاع ورکړې ده.
پولیس وایي دواړه مړي یې د پوسټمارټم دپاره روغتون ته لیږلي اؤ د پېښې په اړوند یې پلټنې پیل کړي دي خو تر دې دمه لا ددغو وژنو په تور هیڅوک نه دي نیول شوي.
په دې وروستیو کې دپاکستان په خیبر پښتونخوا اؤ پنجاب ایالتونو کې د غیرت په نوم د وژنو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ تیرکال دپاکستان دکورنیو چارو وزارت پخپل یو راپور کې ویلي وؤ چې د جون ۲۰۱۴م نه دجون ۲۰۱۸م پورې په ګرد هیواد کې د غیرت په نوم ۱۵۳۸ وژنې شوي دي.
په خیبر پښتونخوا صوبه کې د میرمنو دچارو محتسبه اؤ دبشري حقونو وتلې مبارزه رخشنده ناز وایي چې دغیرت په نوم د وژل شوؤ میرمنو اؤ سړو شمیره د حکومتي شمیرو نه ډيره سیوا ده خو ډیرې داسې پېښې وشي چې هغه په ریکارډ نه راځي
امریکا غږ ډيوه ته میرمن ناز ویلي دغیرت په نوم اؤ نورو پېښو کې د وژل کیدونکو اؤ ځورول کیدونکو ځېنو میرمنو د وژلو اؤ ځورولو پېښې خو مخې ته راشي خو ډیرې میرمنې داسې هم شته چې هغوئ دځان په ضد په شوؤ تیریو غلي پاتې کیږي اؤ دخپلې رسوایۍ له امله غږ نه کوي.
میرمن ناز ویلي پاکستان کې قانوني نیمګړتیاوې هم ښځو ته دانصاف ورکولو په مخه کې خنډ شوي ځکه ورځ تر بلې د ښځو په ضد د تاؤ تریخوالي لړۍ پراخیږي.