لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکشمیر په معامله اؤ دوه اړخیزه چارو خبرو دپاره وزیراعظم عمران خان بیجنګ ته رسېدلی


\
\

دپاکستان دخارجه وزارت وایي بیجنګ ته په رسېدلو دچین دکلتور وزیر لیو شو ګینګ اؤ دچین دپاره دپاکستان سفیر یاؤ جنګ عمران خان ته هرکلی ویلی دی.

ټاکل شوې ده پخپل دې سفر کې به وزیراعظم عمران خان دچین صدر شي جنګ پنګ او وزیراعظم لي کيچنګ سره د لیدو کتو په وخت د بیجنګ او اسلام اباد دوه اړخیزه اړیکو ترڅنګ د کشمیر د کشالې ورسته په سیمه کې په پیدا شوي تاو تریخوالي خبرې اترې هم کوي.

پخپله اعلامیه کې خارجه وزارت هېله ښکاره کړې چین ته د وزیراعظم عمران خان دې سفر سره به د دپاکستان داقتصادي وضعې په ښه کیدو،دسرمایه ګزارۍ په وده اؤ دستراتیژیکي اړېکو په پیاوړتیا کې لاس امداد وشي.

بیجنګ ته د عمران خان له رسېدو وړاندې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه هم په خپل رسمي سفر چین ته رسېدلی ؤ.

د هندوستان د حکومت لخوا د اګست په میاشت کې د کشمیر ځانګړي حیثیت ختمولو او دغلته د کرفیو لګولو وروسته د هند او پاکستان تر منځه تاو تریخوالی سېوا شوی. هندوستان او پاکستان دواړه په کشمیر دعوه لري.

د کشمیر ځانګړي حیثیت ختمولو وروسته چین د هندوستان دغه ګام رد کړی وو او دغه يې د نه منلو ګام بللی وو.

چین دا خبرداری هم ورکړی ؤ چې په دغه لانجمنه سیمه کې یو اړخیزه ګامونه د دغه سېمې حالت بدلولی شي. چین هم د کشمیر د لږې برخې کنټرول لري چرته چې ابادي کمه ده او د دغې سېمې په پوله يې د هندوستان سره د اوږدې مودې راهسې شخړه هم روانه ده.

د چین او پاکستان اړیکې او سي پېک منصوبه:

په اسلام اباد کې د چین سفیر یاو جنګ وي او ای ته ویلي چې وزیراعظم عمران خان او د چین صدر شي جنګ پنګ د خپلو هیوادونو تر منځه دوه اړخیزو اړیکو پراخه کولو لپاره ٫٫ ښې اړیکې٬٬ جوړې کړي.

نوموړي زیاته کړې "دوې ډیر وارې رابطې کوي. زما په نظر دا یو ښه پرمختګ دی ځکه چې د دواړه هیوادونو ستر مشران په دې ملګرتیا او مرستو سل په سله په یو نظر دي"

د چارواکو په وینا د عمران خان د چین په نني سفر کې به د دواړه هیوادونو دوه اړخیزه اقتصادي مرستو او چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ یا سي پېک تر څنګ په یو شمیر نورې لوظنامې هم لاسلیک کیږي.

د سي پیک منصوبې لاندې چین په پاکستان کې ۲۰ بیلنه ډالره سرمایه کاري کړې چې په دغه هیواد کې د سړکونه او بجلۍ د پیدا کولو پلانټونه جوړ کړي چې ورسره به د دغه هیواد (پاکستان) د بجلۍ کمې ختم شي.

تمه ده په دې سفر کې به دواړه هیوادونه د بیلینونو ډالرو اېم اېل-۱ ریل پټړۍ په منصوبه هم خبرې پايې ته ورسوي. چین منصوبه لري چې د سي پېک منصوبې لاندې د پېښور نه تر کراچۍ پورې د ریل پټړۍ جوړولو لپاره فنډونه ورکړي.

چین او پاکستان دواړه دا نیوکې ردوي چې ګنې د سي پېک منصوبه د پاکستان ٫٫ د قرضونو یا پورونو جال٬٬ دی او دا چې د چین دغه منصوبې د پاکستان کړکیچن اقتصاد د نورو ستونزو سره مخ کړی. د دغه نیوکو وروسته په پاکستان کې د چین دغه لویه منصوبه باندې د کار رفتار هم کم شوی.

په اسلام اباد کې د چین سفیر د دغه نیوکې په ځواب کې ویلي ٫٫ زما په فکر دا منصوبه هم په هغه رفتار روانه ده. دا منصوبه زمونږ د اطمینان سره سمه روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG