لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داخله وزارت: فکر نه کوو مولانا فضل الرحمن به په 27 اکتوبر اسلام اباد احتجاج ته راشي


اسلام اباد ـــ د پاکستان د کونیو چارو وزير بريگېډير اعجاز شاه ویلي دي چې د جمعيت علمای اسلام په غوښتنه حکومت نه شي ختمېدی ځکه چې وایي ولس منتخب کړی دی. هغه وایي دوی فکر نه کوي چې مولانا فضل الرحمان به د اکتوبر پر 27مه اسلام آباد ته د احتجاج لپاره ورشي.

حکومت مخالف پاکستان پيپلز ګوند وایي چې عمران خان به چې کله خپله احتجاج کاوه نو هغه به حلال وو او اوس د مخالفو ګوندنو احتجاج دوی ته حرام ښکاري.

په اسلام اباد کې له مېډيا سره د خبرو په وخت د کورنیو چارو وزير اعجاز شاه وویل، چې د پاکستان تحريک انصاف حکومت ولس منتخب کړی دی او څوک يې هم نه شي ختمولی. مرکزي وزیر وایي مولانا فضل الرحمان پارليمان ته مخامخ احتجاج کول غواړي نو هلته دفعه 144 نافذ ده ځکه د احتجاج اجازه به هم په دغه ځاې کې نه وي.

د خيبرپښتونحوا وزير اعلی هم يو ځل بيا دغه خبره تکرار کړې ده چې مولانا فضل الرحمان ته به اسلام آباد ته د احتجاج لپاره د تگ لاره ور نه کړي او مولانا فضل الرحمان دې دا خبره ښکاره کړي چې د احتجاج مقصد يې څه دی.

بلې خوا ته د پاکستان پيپلز گوند یو مشر سعيد غني وایي چې کله به عمران خا ن احتجاج کاوه نو هغه به جايز وو او اوس د مخالفو ګوندونو احتجاج حکومت ته حرام ښکاري. سعيد غني وایي تحريک انصاف د عمران خان په مشرۍ کې په 2014م کال کې د پارليمان او سرکاري ټي وي په ودانو بريدونه کړي وو:

"په پوليسو يې تشدد کړی وو او د بغاوت اعلان يې هم کړی وو خو اوس حکومت مخالف سياسي ګوندونه داسې يو گام به هم پورته نه کړي خو بيا هم حکومت د دوی مخه نيول غواړي".

د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، د اکتوبر په 27مه د حکومت پر ضد ځکه د احتجاج اعلان کړی دی چې وایي د 2018م کال د جولای د 25مې د انتخاباتو په نتایجو کې د درغلۍ په بنیاد د تحريک انصاف ګوند حکومت په ټګۍ جوړ شوی دی.

نورو حکومت مخالف سياسي ګوندونو هم په دې احتجاج د جمعيت علما اسلام د سياسي ملاتړ خبره کړې ده خو دا تر اوسه نه ده واضح چې دوی به هم په دې احتجاج کې برخه اخلي که نه.

بلې خوا ته په اسلام آباد هایکورټ کې د جمعيت علما اسلام د دې احتجاج- چې ورته "آزادي مارچ نوم ورکړل شوی- د درولو لپاره يو خواست جمع شوی دی چې اورېدنه به یې د اکتوبر له 9مې نېټې پیل کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG