لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل پیټریس: په پاکستان کې اوس هم طالبان شته


واشنګټن ــــ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو یو پخوانی قومندان "جنرال ډیویډ پیټریس" د أفغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان رول منلی خو وایي چې د طالبانو، داعش او نورو اورپکو ډلو مرکزونه په خیبر دره، اورکزۍ، بلوچستان او نورو سیمو کې اوس هم شته او واک یې هم د دغو افراطیانو په لاس کې دی.

له وي او اې اشنا سره په ځانګړې مرکه کې جنرل پېټریس له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښتل چې ژر دې له افغانستان څخه خپل پوځونه نه باسي.

دغه متقاعد جنرال چې څو کاله یې په افغانستان کې له طالبانو او دغلته له نورو ترهګرو ډلو سره د جګړې مشري په غاړه لرله، وايي چې متحده ایالتونه باید په افغانستان کې خپل حضور پراخ کړي.

"زه فکر نکړم چې طالبان دې سولې ته ژمن وي." ښاغلي پېټریس د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل "زه ولسمشر ټرمپ ته مشوره ورکوم، که د تل لپاره هلته نه پاتې کیږي، د ډېر وخت لپاره دې پاتې شي، ځکه چې له طالبانو سره وروستۍ خبرې اغېزناکې نه وې. طالبان خپلې وسلې پر ځمکه نه ږدي او ښايي (که نړیوال ځواکونه ووځي) کورنۍ جګړه پیل شي."

هغه ټینګار وکړ چې باید د یوې قوي تګلارې په اساس امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. جنرال ډیویډ پیټریس وویل:

"لا هم افغان ځواکونه د طالبانو په بریدونو کې وژل کیږي او امریکا او د ایتلاف غړي هیوادونه باید افغان ځواکونه و روزي او تجهیز یې کړي. "

جنرال پیټریس چې د یو کال لپاره د امریکا د مرکزي استخباراتي اداري (سي آی اې) مشر هم وو، وايي داسې نه ښکاري چې طالبان دې په واک کې شراکت ومني، د هغه په خبره باید له افغانانو سره مرسته وشي چې تېرې لاس ته راوړنې خوندي وساتي.

د امریکا دغه متقاعد جنرال په داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې بندې کړي.

تېره اوونۍ د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د طالبانو له مشرانو سره ولیدل. تر دې وړاندې دواړه خواوو شاوخوا نهه میاشتې خبرې وکړې او داسې هیلې وې چې شاید یوې موافقې ته ورسیږي.

د وي او اې اشنا په مننه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG