هند دپاکستان د وزیراعظم اؤ چین د صدر ترمنځ دلیدنې نه وروسته ددغو دواړو مشرانو مخې ته د راغلي بیان په غبرګون کې ویلي هیڅ یو هیواد حق نه لري چې دهند کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي یا پرې بیانونه ورکړي.
دچهارشنبې په ورځ د هند دبهرنیو چارو د وزارت ویاند وویش کمار پخپل یو بیان کې ویلي دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره له لېدنې وروسته دچین دصدر شي جن پنګ مخې ته راغلي هغه بیان ته هند کتنه کړې ده چې پکې نوموړي دکشمیر په اړوند خبرې کړي.
ویاند ویلي هند ته ښه معلومه ده چې د جمو وکشمیر په اړوند هند څه دریځ لري دا “دهند نه بېلېدونکې برخه “ ده
دچین دسیمه ییزې میډيا له مخې دچین صدر وزیراعظم عمران خان ته ویلي وؤ چې چین دکشمیر په مسله د پاکستان د دریځ ملاتړ کوي اؤ هیله ده چې دواړه خواوې به دکشمیر شخړه دخبرو اترو دلارې هواره کړي.
دهند دخارجه وزارت دا بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې ټاکل شوې ده دچین صدر شي جن پنګ د۱۱م اکتوبر څخه دهند په دوه ورځني سفر روانیږي.
دپاکستان د وزیراعظم اؤ دچین د صدر له لیدنې وروسته بیجنګ کې خبریالانو ته دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وؤ دچین صدر په یو لنډ غیر رسمي سفر هند ته روان دی اؤ بیجنګ ته دپاکستان د وزیراعظم د سفر موخه دا هم وه چې هند ته دچین دصدر د سفر نه وړاندې هغه په اعتماد یا باور کې واخلي.
شاه محمود قریشي ویلي وؤ چې دکشمیر په ستونزه دچین پوزیشن ډير واضحه دی اؤ څنګه چې مونږ غوښتل چین هغسې کړي دي.