لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ادبیاتو (لېټرېچر) په برخه کې د نوبل جایزې چا وګتلې؟


واشنګټن: د ادبیاتو یا لېټرېچر په برخه کې د نوبل جایزې د پولېنډ لیکوالې اولګا توکارچوک (Olga Tokarczuk)او د اطریش یا اسټریا پیټر هېنډې (Peter Handke) ته ورکړل شوې دي.

دغه جایزه تېر کال نه وه ورکړل شوې نو له دې امله اولګا توکارچوک ته د 2018 کال او پیټر هېنډې ته د 2019 کال د نوبل جایزه ورکړل شوه.

اولګا توکارچوک ته دغه جایزه ځکه ورکړل شوه چې هغې په خپلې لیکنه کې د ژوند اړخونه د معلوماتو ترڅنګ په تخیلي کیسو کې وړاندې کړي دي.

پیټر هېنډې ته جایزه له دې امله ورکړل شوې چې په خپل کار کې یې د انساني تجربې ځانګړتیا او حدود په ژبني مهارت کې کاږلي وو.

هر یو ګټونکی لیوال به 918000 ډالره نغده جایزه ترلاسه کړي.

سوېډېش اکاډیمې تېر کال د ادبیانو یا لېټرېچر په برخه کې جایزه له دې امله نه وه ورکړل چې له دغې اکاډیمۍ سره تړلو کسانو باندې د جنسي تيريو او غلطو کړنو تورونه لګېدلي وو.

همدارنګه د سولې مهمه د نوبل نړیواله جایزه به د جمعې په ورځ ګټونکي کس ته ورکول کېږي.

تر دې مخکې دریو ساینس پوهانو په ګډه د 2019م کال د کېمیا نوبل نړیواله جایزه ګټلې ده. دغو درې واړو ساینس پوهانو ته جایزه د آین- لیتیم بېټرۍ جوړولو لپاره د دوی د کار له وجې ورکړل شوې ده.

د شورو- چهارشنبې په ورځ د نوبل جایزې ورکوونکې کمېټۍ اعلان وکړ چې نهه لکه اتلس زره امریکایي ډالرو 918000 انعام به د امریکا سره تعلق لرونکي جان گوډنوح، د برتانیا سټېنلي ویټنگم او د جاپان اریکا یوشینو تر منځ وېشل کیږي.

د نوبل کمېټۍ په خپل یو بیان کې ویلي: "په 1991م کال کې لومړی ځل مارکیټ ته له راتلو وروسته د لیتیم آین بېټرۍ زمونږ په ژوند کې لوی بدلون راوستی دی".

کمېټۍ زیاته کړه چې دوی د تار- سیم نه بغیر او د سونگ توکیو نه پاکې ټولنې جوړولو بنسټ ایښی دی، چې د انسانانو لپاره تر ټولو لویه ګټه ده".

روانه اوونۍ د طب او فزیکس لپاره د نوبل جایزې هم ورکړل شوې دي.

2019م کال د فیزیکس نوبل جایزه گټونکي:

د نوبل د سږ کال د اېوارډونو ورکولو په لړ کې په فیزیکس برخه کې جایزه دریو ساینس پوهانو ته- چې یو یې د کاناډا او امریکا او دوه نور یې د سویټزرلېنډ شهریت لرونکي دي- ورکړل شوه.

دغو دریو ساینس پوهانو د کایناتو د پراخېدو او په کایناتو کې د ځمکې د ځای په هکله پوهاوی زیات کړی دی.

د نوبل کمېټۍ د نهې- سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د نهو لکو اتلس زرو ډالرو اېوارډ نیمایي برخه به یې جېمز پیبلز او نور نیمایي انعام به مایکل مېئر او ډیډیر کوېلوز ته ورکړل شي.

دغو ساینس پوهانو په 1995م کال کې د لومړي ځل لپاره اعلان وکړ چې د شمسي منظومې نه بهر یې داسې یوه سیاره موندلې چې د لمر په شان د یو بل ستوري پر خوا و شا را څرخي.

2019م کال د طب نوبل جایزه گټونکي:

په 2019م کال کې د د فیزیالوجۍ یا د طب نوبل جایزه ولیم جې کیلین جونیر، سر پیټر جي راټکلیف او ګریګ ایل سیمینزا ته په گډه ورکړل شوی دی. دوی ته دغه جایزه په دې اړه په کار کولو ورکړل شوې ده، چې څنگه حجرې یا خلیې د اکسیجن شتون او د اکسیجن موجودیت سره موافقت جوړوي.

د طب نوبل جایزه گټونکي دواړه ساینس پوهان ولیم جې کییلین جونېر او ګریګ ایل سیمینزا امریکایان دي او سر پیټر جې راټکلیف برتانوي دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG