لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان د سعودي او ایران د شخړې هوارولو توان لري؟


واشنګټن ــــ تمه ده د پاکستان وزیراعظم عمران خان په نیژدې ورځو کې په داسې وخت کې په منځني ختیځ کې د روانو شخړو د حل په خاطر سعودي عرب او ایران ته سفر وکړي، چې پخپله یې د کشمیر پر سر له هند سره تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل نن په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، ایران او سعودي ته د وزیراعظم سفر یقیني دی خو په دې اړه یې څه ونه ویل چې هغه به د دغو دواړو هېوادونو د اختلافونو د هوارولو لپاره منځګړتوب کوي که څنګه.

وزیراعظم عمران خان تېره میاشت ویلي وو، د امریکې ولسمشر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د غونډې په مهال د لیدو په وخت ورڅخه غوښتي وو، چې له ایران سره د شخړې په ختمولو کې یې منځګړتوب وکړي.

د ایران او سعودي تر منځ له څو کلونو روان تاوتریخوالی هغه وخت لا ډېر شو چې سعودي او امریکې په سعودي کې د تېلو پر یوه لویه زېرمه د سپټمبر د 14مې نېټې د برید تور پر ایران ولګاوه خو خپله ایران دا تور رد کړی دی.

عمران خان وایي د ولسمشر ټرمپ په غوښتنه دې ته تیار دی او هڅه کوي د سعودي او ایران تر منځ د تاوتریخوالي په ختمولو کې د منځګړي کردار تر سره کړي، چې وایي په دې اړه یې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره هم په نیویارک کې لیدلي دي.

خو سپینۍ ماڼۍ ویلي وو چې دغه وړاندیز پخپله عمران خان کړی او دا د امریکې د حکومت یا د ولسمشر ټرمپ غوښتنه نه وه.

څېړنکار زاهد حسین څو ورځې وړاندې ویلي، چې عمران خان که هر څو د منځني ختیز تاوتریخوالي ته ځان ور وړاندې کړي خو د بریالیتوب هیله ترې نه شي کېدای. ښاغلي زاهد حسین ویلي وو:

"هر کله چې د امریکا انډيوالان غربي او اروپایي هیوادونه په دې معامله کې څه رول نه شي ادا کولی نو د پاکستان نه څنګه باید په دې لړ کې هیلې وساتل شي؟"

هغه ویلي پاکستان یوازې د سعودي او ایران تر منځ د پیغامونو رسولو کار کولای شي خو د دغو دواړو ترمنځ دومره ستر واټنونه دي چې پاکستان ته پکې رول ترسره کول یوه پېچلې معامله ده.

د ظفر جسپال په نوم د نړیوالو چارو یو بل څېړونکي امریکا غږ ته وړاندې ویلي وو، چې امریکه، ایران او سعودي درې واړه په سیمه کې جګړه نه غواړي او په داسې حال کې که چرته پاکستان د منځګړي رول ادا کوي نو دا درېواړه هیوادونه یو بل ته نزدې کولی شي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په وخت د نړۍ نه ګیله کړې وه چې د کشمیر پر سر د پاکستان سره نه درېږي او ناقدین وایي چې د کمزورې سفارتي پالیسۍ له امله د یو څو مسلمانو هېوادونو پرته ورسره هیڅوک نه درېږي.

څېړونکي وایي چې پاکستان پخپله د کشمیر مسئله نه شي حل کولای او د سعودي او ایران تر منځ د سفارتکارۍ لپاره هڅې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG