لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان مارکیټ دلانجې پسر افغانستان پېښور کې خپله کونسلګري داحتجاج په توګه وتړله


په پېښور کې دافغان مارکیټ دمالکیت پسر د رامنځته شوي جنجال له امله په احتجاجي ډول په پېښور کې دافغانستان لویه کونسلګري وتړل شوه.

دا کونسلګري وروسته له هغې تړل شوې چې تیره ورځ په پاکستان کې دافغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل دپېښور فردوس بازار کې افغان مارکیټ ته ورغلو اؤ دغه ددغه مارکیټ نه کوز کړل شوی دافغانستان ملي بیرغ یې یو ځل بیا هسک کړو.

افغان سفیر ګواښ کړی ؤ چې که دا ځل له دې مارکیټ څخه دافغانستان ملي بیرغ کوز کړل شو نو په پېښور کې به دافغانستان کونسلګري داحتجاج په توګه وتړل شي.

خو دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دافغانستان سفارت پخپله یوه اعلامیه کې ویلي دپاکستان دایالتي حکومت پولیسو تیره شپه ناوخته یو ځل بیا افغان سفارت سره له تماس پرته په افغان مارکیټ چاپه وهلې اؤ دافغانستان بیرغ یې ښکته کړی چې دافغانستان سفارت دا عمل په کلکو ټکو غندي.

افغان سفارت خپله اعلامیه کې ویلي چې دافغان مارکیټ نه دملي بیرغ کوزولو اؤ ددې مارکیټ تړلو عمل د سفارتي اؤ ښه ګاوندیتوب د اصولو خلاف عمل دی اؤ ددې په غبرګون کې مونږ پېښور کې خپله جنرال قونسلګري تړو.

په پېښور کې دافغان کونسلګرۍ سرپرست قونصل جنرال ښاغلي هاشم نیازي وائس اف امریکه ډيوه سره منلې چې دنن نه یې کونسلګرۍ کې خپل ټول کارونه ودرولي اؤ لږه شیبه وروسته د یو مطبوعاتي کانفرنس په ترڅ کې په رسمي ډول د کونسلګرۍ تړلو اعلان کوي.

دپاکستان حکومت تر دې دمه پېښور کې دافغان کونسلګرۍ دتړلو اؤ دافغان مارکیټ دقضیې په اړوند خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

دپېښور ګران قیمته سیمه کې په لویه رقبه خور افغان مارکیټ درې سوه دوکانونه لري اؤ اوړمه ورځ په پېښور کې افغان سفیر شکرالله مشعل عاطف خبریالانو ته ویلي وؤ چې افغان مارکیټ د افغانستان د حکومت جايداد دی او د کلونو کلونو راهسې افغان دولت د دې ماليه ورکوي او دلته پکې دفتر لري.

دشوکت کشمیري په نوم یو تن په دې مارکیټ دعوه کړې ده چې مالک یې دافغانستان حکومت نه بلکې هغه دی اؤ پېښور هايکورټ د شورو، چارشنبې په ورځ امر کړی چې دغه لانجمن افغان مارکيټ دې شوکت کشمیري ته وسپارل شي.

دمحکمې له دغې امر وروسته په ګڼ شمیر کې پولیس دغه مارکیټ ته ورغلي وؤ اؤ دهغې څخه یې دافغانستان ملي بیرغ کوز کړی اؤ دوکانونه یې تړلي وؤ.

خو ددغې کشالې نه یوه ورځ وورسته پاکستان کې دافغانستان سفیر مشعل عاطف افغان مارکیټ ته ورغلی اؤ په دغه مارکیټ یې دافغانستان بیرغ یو ځل بیا هسک کړی ؤ.

افغان سفیر په دغه موقعه ویلي وؤ د پاکستان د حکومت څخه تمه لري چې په دې مسله په احتیاط سره قدم واخلي لکه د افغانستان د کونسلګرو په صفت د دې مارکیټ د دفاع حق هم افغانستان لری.

سفیر واضحه کړې وه چې که د پاکستاني چارواکو لخوا دافغان مارکیټ دتړلو دا عمل بیا تکرار شي، افغان حکومت به په پېښور کې خپله قونسلګري د اعتراض په توګه وتړ‎ي ولې تیره ورځ چې یو ځل بیا دغه مارکیټ پولیسو وتړلو نو افغان سفارت په پېښور کې خپله کونسلګري داحتجاج په توګه نامعلومې مودې پورې وتړل

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG