لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان، افغانستان، ملګري ملتونه او ایران د افغان کډوالو بيرته ستنېدو په سر خبرې کړي


پاکستان، افغانستان، ملګري ملتونه او ايران د افغان کډوالو په خپله خوښه بيرته ستنېدو په تګلاره خبرې اترې کړي دي.

د پاکستان سرکاري میډیا ويلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (يو اېن اېچ سي ار) او درې واړه نور هېوادونه د افغان کډوالو بيرته په خپله خوښه د ستنېدو په تګلاره موافق شوي دي.

د يو اېن اېچ سي ار او درې واړه هېوادونو چارواکو په جنېوا کې یوه غېر رسمي غونډه شوې ده.

په ناسته کې ويل شوي چې د افغان کډوالو په خپله بيرته ستنېدو په لړ کې چې کومې نيمګړتياوې دي هغه به لرې کولی شي.

په غونډه کې په دې هم سلا راغلې ده چې د ملاتړ په نوم (سپورټ پلېټ فارم) داسې کار وشي چې بهرني لوبغاړي د کډوالو د بيرته ستنېدو په لړ کې خپل رول ولوبوي.

په غونډه کې د پاکستان دسرحداتو وزير شهريار افريدي، د افغانستان د کډوالو وزير سيد حسېن عالمي بلخي، د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي او د يو اېن اېچ سي ار د سيمې مشر ګډون کړی دی.

د پاکستان حکومت د روان کال جون په مياشت کې د رجسټرډ او کارډ لرونکو افغان کډوالو ته په ملک کې د پاتې کېدو موده تر يو کال پورې غځولې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ترمخه دا وخت په پاکستان کې رجسټرډ کډوال د ۱۴ لاکه پورې دي او راپورونه وايي د دې ترڅنګ نزدې اته لاکه نورو افغان کډوالو ته په پاکستان کې د پاتې کېدو کارډونه ورکړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG