لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو: طالبان تاوتریخوالی نه کموي بلکه زیاتوي یې

واشنګټن: د ناټو عمومي منشي ینز سټالټنبرګ وايي، مونږ به د خبرو د بیا پېلېدو هرکلی وکړو خو طالبان باید د مذاکراتو پر مېز جوړجاړي ته زړه ښه کړي.

نوموړي په لندن کې پارلماني استازو ته په خبرو کې وویل، له بده مرغه، اوس مهال چې مونږ څه وینو هغه دا دي چې طالبان تاوتریخوالی نه کموي بلکه زیاتوي يې.

له طالبان سره د امریکا لخوا د تېر یوه کال راهیسې روانې خبرې هغه مهال د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا ودرول شوې کله چې د هغه په وینا طالبانو تاوتریخوالي ته زور ورکړ او د سولې د خبرو ترڅنګ یې په افغانستان کې خونړي بریدونه وکړل چې په یوه وروستي کې یې یو امریکايي سرتیری هم وژل شوی و.

هغه وویل، د سپټمبر د یولسمې برید یواځې پر امریکا نه وو بلکه دا په ټولې نړۍ کې د ازادۍ او ډیموکراسۍ په وړاندې برید وو.

سټالټنبرګ وویل، له همدې امله د ناټو متحدین او شریکان به په افغانستان کې اوږه په اوږه پاتې کېدو ته دوام ورکړي تر څو افغان امنیتي ځواکونه ځواکمن، او له نړیوالې ترهګرۍ سره د جګړې جوګه شي او په افغانستان کې یوې دوامدارې سولې ته حالات برابر کړي.

زه افغان ځواکونه ستایم او د افغانستان سړي او ښځې په لاسته راونو کې ستایم او د افغانان له دې امله هم ستایم چې په دې وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې یې رایه ورکړه.

ده وویل، ناټو د سولې د خبرو ملاتړ کړی او ناټو له افغانستان سره ژمنه ده او دا باوري کول غواړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د نړیوالو د ترهګرو په خوندي ځایونو باندې بدل نه شي.

د ناټو مشر دا هم وویل، چې د ناټو مشران به د نورو ترڅنګ د افغانستان پر مسله ددې کال په پای کې د لندن په غونډه کې خبرې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG