لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سفیر مشعل:افغان سیاستمداران پاکستان سره د ډیورنډ په کرښه دخبرو حق نه لري


په پاکستان کې دافغانستان سفیر ښاغلي شکرالله مشعل عاطف ویلي دافغانستان څخه چې ځېنې سیاستمداران پاکستان ته ځي هغوئ نه شي کولی د ډیورنډ دکرښې په اړوند پاکستاني مقاماتو سره وغږیږي.

نوموړی وایي کوم افغاني سیاستمداران چې پاکستان کې د ډيورنډ دکرښې په اړوند غږیږي افغان ملت به په هغوئ قضاوت کوي اؤ دغه سیاستمداران چې کله هم راځي نو افغان سفارت سره په تفاهم کې نه وي.

دافغانستان یو شخصي ټيلي ويژن شمشاد سره پخپله مرکه کې افغان سفیر مشعل عاطف ویلي افغانستان تل غوښتي چې پاکستان سره باید ښې اړیکې ولري خو ددې اړیکو اساس باید په متقابل درناوي،،دافغانستان ملي حاکمیت ته په احترام اؤ دیو بل کورنیو چارو کې دلاسوهنهې نه کولو په اصولو ولاړې وي.

هغه اسلام اباد ته دطالبانو د وروستي سفر په اړوند ویلي افغان حکومت اسلام باد کې هغوئ ته په ورکړل شوي پروټوکول خپل احتجاج کړی اؤ پاکستان افغانستان ته سپیناوی هم ورکړی دی.

نوموړي وویل دافغانستان په اړوند چې هره غونډه یا ناسته کیږي دافغان وولت رضائیت اؤ مشوره پکې ضروري ده اؤ دافغان دولت له ګډون پرته داسې رقم غونډې هیڅکله نتیجه نه شي ورکولی.

پېښور کې دافغان مارکیټ دقبضې یو کشمیري ته دسپارلو په اړوند دپوښتنې ځواب کې افغان سفیر وویل افغان مارکیټ پېښور کې دافغانستان جائیداد دی اؤ دا جائیداد د پاکستان د وجود نه مخکې دافغانستان ملکیت ؤ.پرله پسې مو ددې مالیه ورکړې ده

دافغان سفیر په وینا مونږ وړومبی په افغان مارکیټ د مالکیت د دعوې په اساس سوال لرو،‌مافیايي کړۍ ددې کشمیري ترشا دي ، دپیسو دلارې یې هڅه کړې چې دهغه په حق کې محکمې فیصله وکړي

په دې وروستیو کې دپاکستان سترې محکمې دافغان مارکیټ دمالکیت قضیه کې خپله پرېکړه د زوار حسین نومي تن په حق کې اورولې اؤ پاکستاني پولیسو ددغه مارکیټ څخه دافغانستان بیرغ کوز کړی اؤ دوکانونو ته یې قلفونه اچولي دي.

افغان سفیر وویل په دې قضیه کې چې زمونږ غږ څنګه اوریدل پکار وؤ هغه شان وانه وریدل شو‌، زمونږ استدعدلال دا دی چې دا دعوه د وؤ پاکستاني اتباعو ترمنځ نه ده یو طرفته یو پاکستانی اتباع دی بل طرفته یو هیواد دی

هغه وویل مونږ دافغان مارکیټ دملکیت ښکاره اسناد لرو، حاکم چې فیصله کوي باید د دوؤ ملکونو په تناظر کې ورته وکتل شي، زمونږ سفارت اؤ کونسلګري جریان کې نه ده اچول شوې.،دافغانستان بیرغ راکوزول اؤ مارکیټ تړل د سفارتي اصولو په ضد دي

خو دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند بیا تیره اوونۍ خبریالانو ته ویلي وؤ چې دافغان مارکیټ د ملکیت پرېکړه دهیواد سترې محکمې کړی ده اؤ دسترې محکمې پرېکړه عملي کول ضروري ده.

شکرالله عاطف وویل هغه دافغان مارکیټ په معامله پاکستاني مقاماتو ته خپل احتجا ج رسولی اؤ زیاته یې کړه مونږ نه غواړو چې مافیایي کړۍ یا اشخاص د دوؤ هیوادونو ترمنځ اړېکې ترینګلې نه کړي

هغه غوښتنه وکړه چې دپاکستان حکومت باید دې موضوع ته په جدي ډول وګوري اؤ هغه څه چې افغانستان خفه کوي باید هغه کارونه ونه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG