لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اروپائي ټولنه:طالبان دې افغان دولت سره دسولې خبرو ته کښېني

افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ښاغلي رولاند کوبیا په طالبانو غږ کړی چې افغان دولت سره دسولې خبرو ته کښېني اؤ دسولې دپروسې رهبري باید د افغانستان په لاسو کې وي.

دچهارشنبې په ورځ دافغانستان ولسمشر اشرف غني سره لیدنه کې افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ښاغلي رولاند کوبیا ویلي پایداره سولې ته د رسېدو لپاره د افغان دولت د هغو هڅو ملاتړ کوي چې په هغه کې د ولسواکۍ ارزښتونه خوندي شي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې هغه څرګنده کړه، اروپایي ټولنه یو وار بیا پخپل پخواني دریځ ټینګار کوي چې د سولې پروسه باید د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت وي.

رولاند کوبیا څرګنده کړه، د سولې شرایط باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي پایته رسېدل وي او طالبان باید له افغان حکومت سره مذاکراتو ته تیار شي او پایداره سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار دا ده چې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او سولې ته مخه کړي او موږ د دغه ډول پروسې ملاتړ کوو.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوې ده دواړو لوریو په بریالي ډول د جمهوري ریاست ټاکنو ترسره کېدو، سولې پروسې او په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ او ولسواکۍ په ملاتړ د اروپایي ټولنې په رول بحث او خبرې وکړې اؤ ولسمشر اشرف غني افغانستان څخه په مختلفو برخو په ځانګړي ډول له پایداره او باعزته سولې څخه د اروپایي ټولنې د ملاتړ مننه وکړه.

افغان دولت پرله پسې طالبانو ته دمذاکراتو بلنې ورکوي خو طالبانو لا تر دې دمه د افغان دولت بلنه نه ده منلې اؤ دریځ‌ لري چې کله امریکا سره دسولې دتړون نتیجه کې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه اوځي ترهغې وروسته افغان دولت سره دسولې خبرو ته کښېناستی شي.

دامریکې اؤ طالبانو ترمنځ دتیرکال راهسې په قطر کې د سولې خبرې روانې وې خو په دې وروستیو کې چې طالبانو کابل کې پرله پسې بمي چاودنې وکړې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ طالبانو سره د سولې دخبرو اودرولو اعلان وکړو.

روانه میاشت هم پاکستان کې طالب مشرانو افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدنې کړي اؤ نړیوالې رسنۍ دعوې کوي چې دغو لېدنو کې دواړو خواؤ دڅو شرطونو سره یو ځل بیا دمذاکراتو په پیل کولو خبرې کړي دي.

افغان دولت اسلام اباد کې طالبانو ته په ورکړل شوي پروټوکول نیوکې کړې وې اؤ وئیلي وؤ دافغانستان دګډون پرته د سولې هیڅ رقم هسې نتیجه نه شي ورکولی

افغان دولت اسلام اباد کې طالبانو ته په ورکړل شوي پروټوکول نیوکې کړې وې اؤ وئیلي وؤ دافغانستان دګډون پرته د سولې هیڅ رقم هسې نتیجه نه شي ورکول

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG