لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان پر پوځ انتقاد کونکي د ترهګرۍ په تورونو او بریدونو غلي کوي


اسوسیټېډ پرېس لیکي، د پاکستانيو وسلوالو ځواکونو یوې ډلې په شخصي جامو کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د بشري حقونو د یوې فعالې په کور چې دا مهال په امریکا کې د پناه غوښتلو لپاره راغلې ده برید کړی.

د ګلالۍ اسمعیل مور او پلار وايي، دوی ته امر وشو چې له کوره د باندې ووځي او له دوی سره خبرې وکړي خو دوی ورسره دا و نه منله او بیا امنیتي کسان له یوه ساعت ځنډ څخه وروسته له دغه ځایه ولاړل.

د ګلالۍ پلار محمد چې یو متقاعد (ریټایرډ) پروفیسر دی او په پلازمېنې اسلام اباد کې اوسېږي وايي:

"ما ورته وویل، تاسو سره په لاسونو کې وسلې دي خو یونیفورم نه لرئ نو زه به و نه وځم."

دغه ډول بریدونه د پاکستان د امنیتي ادارو لخوا د هغو هڅو په لړ کې رامنځ ته کېږي چې د دوی په فعالیتونو باندې نیوکې کوي.

د ګلالۍ اسمعیل په مور او پلار باندې ترهګرو سره د مالي مرستو د ورکولو تورونه لږېدلي چې له خپلې لور څخه پیسې اخلي او ترهګرو دلو ته یې ورکوي.

خو دوی دا تورونه ردوي او دا مهال په ضمانت خوشې شوې خو ورته امر شوی چې له پاکستان څخه به نه وځي.

د هغوی لور وروسته له هاغې چې د پاکستان پر پوځ باندې یې نیوکې وکړې څو اونۍ پټه وه او ددغه هېواد ځواکمن استخبارات ورپسې ګرځېدل.

هغه تېره میاشت په امریکا کې راڅرګنده شوه چېرې چې هغې د پناه غوښتلو غوښتنلیک واندې وکړ.

یادې کورنۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ام ملاتړ کاوه څوک چې د پاکستان پر پوځ باندې توندې نیوکې کوي.

په داسې حال کې چې ګلالۍ اسمعیل د پي ټي ام د ملاتړ له امله نیول شوې هم وه د هغې پلار ویلي، اصلي ستونزه هغه وخت رامنځ شوه کله چې هغې په قبایلي سیمو په ځانګړې توګه په وزیرستان کې د پاکستان پوځ د جنسي تېریو باندې تورن کړ.

محمد اسمعیل چاچې د اردو ژبې د ادبیاتو درس ورکاوه له ۱۹۸۰ مې څخه خپل فعالیت پیل کړی.

هغه مهال یې د پاکستان د پخواني پوځي ډکټاټور جنرال ضیا الحق مخالفت کاوه چاچې له امریکا سره په ګډه مسلمان جنګیالي روزل او هغوی ته یې پیسې ورکولې تر څو په افغانستان کې د شوروي اتحاد پرضد وجنګېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG