لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسخت تاؤ تریخوالي باوجود هند اؤ‌ پاکستان دکرتارپور لارې دپرانستو تړون لاسلیک کړو

دکشمیر په شخړه د سخت تاؤ تریخوالي باوجود پاکستان اؤ هند د کرتار پور لارې دفعالولو په اړوند په یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې اوس د هند اؤ دنړۍ دنورو برخو څخه سکهان په پاکستان کې دنړۍ تر ټولو لویې ګرد وارې ته له دغې لارې تګ کولی شي.

دکرتار پور لارې دپروژې فعالولو په اړوند تړون باندې لاسلیکونه د زیارت په ورځ دکرتارپور په صفري نقطه کې شوي چې دپاکستان له لوري پرې دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل اؤ دهند له لوري پرې ددغه هیواد دخارجه چارو جوائنټ سکتر ایس سي ایل داس لاسلیکونه کړي.

دتړون له مخې اوس به روزانه تر پینځوؤ زرو سکهان پرته له وېزې په دغه لاره پاکستان کې د کرتار پور ګورداورې ته دخپلو مذهبي رسمونو پځائ کولو دپاره اوښتی شي.

تر دې وړاندې دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي وؤ کوم سکهان چې پاکستان ته د زیارت کولو دپاره راځي دهغوئ دلته د ایسارتیا وخت به یوه یا دوه ورځې وي اؤ د خدماتو په مد کې به دهغوئ څخه سړي سر شل ډالر اخستل کیږي.

دکرتار پور لارې پرانسته به په نهم نومبر کیږي اؤ بیا په ۱۲م نومبر دبابا ګورو نانک تلین نمانځل کیږي چې دهغې دپاره به سکهان له ویزې پرته په دغه لاره پاکستان ته اوښتی شي.

کرتار پور دپاکستان دپنجاب ایالت د نارووال ضلعې د شکر ګړهـ سیمې ترڅنګ د راوي سیند په غاړه اباده سیمه ده اؤ ویل کیږي چې دغلته دسکهانو ګرونانک دیو جي د خپل ژوند ۱۸کاله تیر کړي وؤ.

دګورو ناک د دتلین نمانځلو دپاره هرکال‌به لکونو سکهان دهند نه پاکستان ته ځي‌ .

دسکهانو داسانۍ دپاره دا هند اؤ پاکستان ترمنځ دا لاره په داسې حال کې پرانستل شوې چې په دې وروستیو کې دکشمیر په سر دپاکستان اؤ هند اړېکې سختې تاوژنې شوي اؤ پاکستان دهند سره خپل سفارتي تعلقات محدود کړي دي.

هند په پنځم اګست دخپل واک لاندې دکشمیر نیم خپلواکه حیثیت ختم کړی اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان په دې وروستیو کې اندېښنه ښودلې چې دکشمیر په شخړه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اټومي جګړې اندېښنه شته

This item is part of
XS
SM
MD
LG