لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان عدالت جایزه اخلي چې نوازشریف د ناروغۍ په وجه خوشی کړي که نه


MNS
MNS

واشنګټن ــــ د پاکستان يو عدالت د دې جايزه اخلي چې د ملک پخوانی وزير اعظم نواز شريف د خراب صحت په وجه له بنده خوشی کړي که نه.

نواز شريف د غلا غولتۍ په مقدمو کې بنديوان دی.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي يو کم اويا کلن نواز شريف د څه مودې راهسې د زړه د ناروغتيا سره سره د يو شمېر نورو ناروغيو سره مخ دی.

نواز شريف څو ورځې وړاندې د جيل نه هسپتال ته ورسول شو ځکه چې د وينې د ټېسټونو وروسته ډاکټرانو د هغه د صحت په اړه انديښنې څرگندې کړې وې.

د ډاکټرانو په وړومبنۍ اندازو کې دا هم ويل شوي وو کېدلی شي نواز شريف د ډينگي ماشي د چيچلو له کبله ناروغه شوی وي.

د نواز شريف ورور او د پاکستان مسلم ليگ نون مشر شهباز شريف د زيارت- پنجشنبې په ورځ عدالت ته خواست کړی چې علاج په سوب دې د نواز شريف سزا معطله کړی شي چې يا په ملک دننه او يا د ملک نه بهر د نواز شريف علاج وکړی شي.

نواز شريف په بېلابېلو وختونو کې د پاکستان درې ځله وزيراعظم پاتې شوی چې په کال 2017م کې عدالت د غلا غولتۍ په بنياد د خپلې څوکۍ څخه لرې کړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG