لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلالۍ اسماعیل: که زما په پلار څه وشو د پاکستان ریاست به یې ذمه وار وي


واشنګټن ــــ په امریکا کې مېشته د بشري حقونو فعاله ګلالۍ اسماعیل دعوه کوي، چې د دې پلار پروفیسر اسماعیل نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د پېښور هایکورټ له مخې ناڅرګندو کسانو تښتولی دی. وایي که یې په پلار څه وشو نو ذمه وار به یې د پاکستان ریاستي ادارې وي.

د پاکستان حکومتي او ریاستي ادارو تر اوسه د ګلالۍ اسماعیل د دې دعوې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم چا د پروفیسر اسماعیل د تښتونې ذمه واري منلې ده.

ګلالۍ اسماعیل وي او اې ډیوه ته په را لېږلې ويډیو کې وویل، پلار یې په هایکورټ کې د یوې مقدمې تر اورېدنې وروسته دباندې د را وتلو په حال کې وو، چې په جبري توګه د تورو ښیښو په موټر کې وتښتول شو:

"سړو تورې ملېشه جامې اغوستې وې د عدالت د مخې نه یې زما پلار اوچت کړ او اغوا یې کړ".

پروفیسر اسماعیل نن د حکومتي ادارو له خوا د هغه د ځورونو په ضد عدالت ته د ورکړي درخواست اورېدنې ته ورغلی وو خو له هغه ځایه کور ته نه دی ستون شوی.

ګلالۍ اسماعیل وایي د اکتوبر په 18مه نېټه هم په اسلام اباد کې د دوی له کوره د دې د پلار د تښتولو هڅه شوې وه، خو وایي هغه ورته نه وو را وتلی او د تښتولو هڅه یې ناکامه شوې وه:

"موږ ته اوس لږ وخت مخکې له خپلو سرچینو پته ولګېده چې زما پلار یې د ایف ای اې دفتر ته بوولی دی خو دا خبره لا تایید شوې نه ده، موږ نه یو خبر چې څه مقدمه به پرې جوړوي خو زه د خپل پلار په اړه ډېره اندېښمنه یم او په دې هم اندېښمنه یم چې هغه به ته اذیت ورکړي".

د پروفیسر اسماعیل وکیل شهاب خټک له امریکا ږغ ډیوه سره په خبرو کې وویل، هغه د عدالت له کمرې تر را وتلو وروسته ور څېرمه کېنټین ته تللی وو، خو پروفیسر اسماعیل او د ده ملګری وکیل فضل الهی له عدالته تلل چې په دې وخت کې ځینو ناڅرګندو کسانو په موټر کې یووړل:

"نه شو ویلای چې کومې ادارې دا کار وکړ که پرایوېټ خلکو وکړ، هایکورټ به هم خامخا دلچسپي پکې اخلي ځکه چې دا ښه کار ونه شو. موږ به د هغه د اغوا رپوټ [ایف ای آر] هم درج کوو او سبا به یې هایکورټ ته د اغوا کېدو درخواست هم ورکوو".

ګلالۍ اسماعیل وایي د دې پر پلار مخکې هم د ترهګرۍ په تور مقدمه درج شوې وه او هغه به هره اوونۍ عدالت ته وړاندې کېده چې وایي بیا عدالت ضمانت ورکړ. وایي څو ورځې مخکې پېښور هایکورټ وویل چې جبري بې درکه خلک دې عدالت وړاندې شي خو وایي اوس د دې پلار د هغه عدالت مخې ته وتښتول شو:

"دا خو د قانون خلاف ورزي ده، لومړی دې مقدمه ورباندې وکړي بیا دې یې ګرفتار کړي، هغه خو څه تښتېدلی نه دی په ملک کې ناست دی عدالت ته ځي راځي".

د پروفیسر اسماعیل لور ګلالۍ اسماعیل له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په امریکه کې ده او د پناه اخیستو لپاره یې درخواست ورکړی دی. پر هغې له پاکستان سره د غدارۍ او ترهګرۍ په تور مقدمې درج دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG