لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسخت نړیوال غبرګون وروسته پروفیسر اسماعیل محکمې ته وړاندې اؤ زندان ته ولیږل شو


یوه ورځ وړاندې دپېښور هائیکورټ دمخې نه پورته کړل شوی دانساني حقونو د وتلې فعالې ګلالۍ اسماعیل پلار پروفیسر اسماعیل نن دجمعې په ورځ پېښور کې وروسته له هغې محکمې ته وړاندې کړل شوی چې دامریکا په ګډون دبشري حقونو یو شمیر تنظیمونو اؤ فعالانو دهغه په پورته کولو سختې اندېښنې ښکاره کړې.

د پروفیسر اسماعیل وکیل ښاغلي شهاب خټک وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي پروفیسر اسماعیل د زیارت په ورځ دایف ایي ای چارواکو د پېښور هائیکورټ دمخې نه دتښتولو په انداز کې پورته کړی ؤ، پرون شپه یې پرې په تاڼه کې تیره کړې ده اؤ نن یې د دپېښور دجوډیشل مجسټریټ محکمې ته وړاندې کړو.

دشهاب خټک د وینا له مخې ایف ایي په پروفیسر اسماعیل په ضد د سائبر کرایم یا انټرنیټي جرمونو په اساس ایف ایي ار درج کړی اؤ په دغه دوسیه کې محکمې نن پروفیسر اسماعیل زندان ته ولیږلو.

هغه وویل “د پروفیسر اسماعیل زندان ته د لیږل کیدو وروسته به اوس مونږ دهغه دضمانت دپاره محکمې ته عریضه کوؤ”

شهاب خټک وایي په پروفیسر اسماعیل جوړې کړل شوې مقدمه کې په هغه دحکومت اؤ ریاستي ادارو په ضد په ټولنیزو رسنیو د کرکې نه د ډکو لیکنو اؤ ویناګانو کولو اؤ دخلکو د راپارولو تورونه لګول شوي دي.

شهاب خټک وایي دسائبر کرائم دپاره یوه ځانګړې محکمه وجود لري اؤ هغوئ به اوس دغه محکمې ته مراجعه کوي خو که چرې دغې محکمې دپروفیسر اسماعیل ضمانت منظور نه کړو نو بیا به هغوئ هائیکورټ ته دضمانت دپاره ځي.

وکیل شهاب خټک وايي دپروفیسر اسماعیل په ضد جوړې کړل شوې مقدمې کې ایف ایي ای سره هیڅ ثبوتونه نشته اؤ هغه هیله لري چې نوموړی به ډير زر په ضمانت خوشې شي.

په امریکا کې میشت ګلالۍ اسماعیل په ټوئټر دخپل پلار تازه عکسونه خپاره کړي اؤ لیکلي یې دي چې پلار یې محکمې ته بوتلل شوی خو هغه په خراب حالت کې دی اؤ‌ داسې ښکاري چې د بې کچه فشار لاندې راوستل شوی دی.

تر دې وړاندې دامریکه دبهرنیو چارو محکمې، دپاکستان دبشري حقونو کمیشن اؤ امریکایي سینیټرانو د پروفیسر اسماعیل په پورته کولو اندېښنې ښودلې وې اؤ دپاکستان په حکومت یې ټینګار کړی ؤ چې هغه باید په سمدستي ډول خوشې کړي.

د زیارت په ورځ په امریکا کې مېشت د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعیل ډیوه ته ویلي وؤ چې د دې پلار پروفیسر اسماعیلد زیارت په ورځ د پېښور هایکورټ له مخې ناڅرګندو کسانو تښتولی دی او ویلي یې وؤ که دهغې په پلار څه وشو نو ذمه وار به یې د پاکستان ریاستي ادارې وي.

په ټولنیزو رسنیو هم د پروفیسر اسماعیل په جبري پورته کولو دعمل په سختو ټکو غندنه روانه وه اؤ سیاسي اؤ مدني فعالان دهغه دپورته کولو ګام دائین،قانون اؤ بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه بلله

د پروفیسر اسماعیل لور ګلالۍ اسماعیل له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په امریکه کې ده او د پناه اخیستو لپاره یې درخواست ورکړی دی. پر هغې له پاکستان سره د غدارۍ او ترهګرۍ په تور مقدمې درج دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG