لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوږدو عملیاتو وروسته دتخار درقد ولسوالي افغان ځواکونو ونیوله


دافغانستان دشمال ختیز تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي،افغان ځواکونو ددې ولایت درقد ولسوالۍ دنیولو په هدف دپیل شویو عملیاتو په پایله کې ۶۰ تنه وسله طالبان هم وژل شوي دي.

د دې ولایت د والي ویاند محمد جواد هجري امریکا غږ ډیوه ته دجمعې په ورځ وویل له تیرو دو کلونو راهسې درقد ولسوالي دطالبانو په واک کې وه خو نن سها افغان ځواکونو پر ولسوالۍ خپله ولکه ټینګه کړه.

نوموړي وویل "طالبانو په دې ولسوالۍ کې پراخه حضور درلود او دا ولسوالي دهغوی د راټولیدو او دشمال ختیز په کچه د بریدونو دطرحه کولو یو مهم مرکز ګڼل کیدو خو دافغان ځواکونو دچانیړو عملیاتو په نتیجه کې نن سهار پینځه بجې په بشپړه توګه زمونږ دامنیتي ځواکونو په ولکه کې راغله او دشوې جګړې له امله ۶۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوی دی"

هجري وايي دطالبانو څخه د درقد ولسوالۍ دنیول کیدو وروسته دمخالفینو یوه ډله دافغانستان او تاجکستان ترمنځ مشترک ځنګل ته تښتیدلې او دا مهال دافغان ځواکونو دتعقیب لاندې ده اوهلته هم محاصره شوي دي.

وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دتخارځايي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د تیرو ۲۷ ورځو راهیسې افغان ځواکونو عملیات پیل کړي دي چې تراوسه د دې عملیاتو په پایله کې دبهارک،خواجه غار،ینګي قلع دشت قلع او خواجه بهاودین په نامه یې ټولې ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي دي.

په شمال ختیز کې دتخار ولایت د چارواکو په وینا دپیل شویو عملیاتو پرمهال۴ تنه افغان سرتیري او ۲۱۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان دفاع وزارت تیره ورځ دشمالي بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ چې دتیرو درېوؤ کلونو راهسې دطالبانو په ولکه کې وه دنیولو خبرو ورکړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG