لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بپین روات: د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر په اصل کې د ترهګرو په لاس کې دی


د هندوستان د پوځ مشر جنرل بپین روات پاکستان ته په اشارې سره ویلي، چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په اصل کې د ترهګرو په لاس کې دی، چې وایي دا خاوره په اصل کې د هند ده.

بپین روات د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې د خپلې وینا په مهال وویل: "د کشمیر خاوره چې پاکستان په غیرقانوني توګه قبضه کړې ده په اصل کې د پاکستاني ریاست نه د ترهګرو په لاس کې ده".

د هند د پوځ مشر دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې نن د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند یو اعلی چارواکی ګوراو اهلوالیا په اسلام اباد کې ور بللی او له هند سره پر خپله ګډه پوله (ایل او سي) باندې د اوربند د سرغړونې په اړه یې ورته شکایت کړی دی.

د بهرنیو چارو د دفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل اعلی هندي چارواکي ته اعتراض کړی او پر خپله ګډه پوله یې د اکتوبر پر 24مه د هندي ځواکونو له خوا د اوربند ماتولو غندنه کړې ده، چې وایي په برید کې یې د کشمیر د نیلم ضلعې درې تنه وژل شوي.

د هندي پوځ مشر بپین روات نن پخپله وینا کې دا دعوه هم کړې چې د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان دواړه د هند خاوره ده. جنرل روات ویلي:

"کله چې موږ جمو او کشمیر وایو مقصد مو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان په ګډون د جمو او کشمیر ټول ریاست وي".

پاکستان تل د هند دا ډول دعوې بې بنیاده او پاروونکې بللې دي، په تېره سپټمبر میاشت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر ویلي وو، چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر خاوره د هند ده او تمه لري چې یوه ورځ به پر دې خاوره هم خپل واک تر لاسه کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هغه دا څرګندونې پاروونکې او غیرذمه دارانه بللې وې.

د دغو دواړو رقیبو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی او لفظي شخړه وروسته له هغه زیاته شوې چې په هندوستان کې د نرېندرا مودي حکومت د اګست په پينځمه نېټه د اساسي قانون 370مې مادې له ختمولو سره د کشمير ځانګړی حېثيت ختم کړ او تر خپلې ولکې لاندې جمو او کشمير سيمې يې له ځان سره ګډې کړې چې په ضد يې پاکستان سخت غبرګون وښود.

پاکستان نه یواځې د اګست پر 5مه د کشمیر د ځانګړي حیثیت د ختمولو په اړه د هند د حکومت غندنه کړې، بلکې وزیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو په غونډه کې تور لګولی وو چې هند تر خپله ولکه لاندې کشمیر کې پر خلکو ظلمونه کوي او له اوږدې مودې یې ګرځبندیز لګولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG