لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني دپاکستان صدر ته:طالب مشران تر اوسه دپاکستان خاوره کې ازاد ګرځي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي ته ویلي افغان ځواکونو د داعش او دطالبانو په شمول ټولې تروریستي ډلې د ډیورنډ کرښې په اطرافو کې ځپلي دي خو بدبختانه د طالبانو ډلې رهبران تر اوسه هم د پاکستان په خاوره کې په ازاد ډول فعالیت کوي.

دافغانستان دصدارتی ماڼۍ دبیان له مخې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دجمعې په ماښام د عدم انسلاک غورځنګ دغړو هېوادونو د مشرانو د اتلسمې غونډې په څنډه کې د پاکستان صدر عارف علوي سره وکتل اؤ دواړو مشرانو په دغه کتنه کې د سولې، امنیت او تروریزم سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر اشرف غني خپل پاکستاني سیال ته ویلي سوله د افغان حکومت لومړیتوب او د افغانانو اساسي غوښتنه ده او پاکستان باید د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه کې رول ادا کړي.

پاکستان دعوه کوي چې طالبان یې امریکا سره خبرو دسولې خبرو ته کښېنولي اؤ له خپله انده هڅه کوي چې افغانستان کې سوله اؤ امن ټينګ شي خو افغان چارواکي بیا وخت په وخت په پاکستان دطالبانو دپالنې تورونه لګوي اؤ وایي اسلام اباد طالبان کابل کې ترهګرۍ ته لمسوي.

ولسمشر غني سره په لیدنه کې دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي هم سولې ته د رسېدو په برخه کې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ وکړو او وې ویل، په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره مهمه ده.

دافغان صدارتي ماڼۍ بیان کې ویل شوي چې په لیدنه کې ولسمشر اشرف غني څرګنده کړه، افغانستان او پاکستان دایمي سولې او ثبات ته اړتیا لري او اوس د دې وخت رارسېدلی چې شته ننګونې پر اقتصادي فرصتونو بدلې او پر سیمه ییز اتصال تمرکز وکړو.

هغه زیاته کړه د افغانستان او پاکستان اړیکې باید د دواړو هیوادونو د ملي ګټو پر بنسټ ولاړې وي.

ولسمشر غني وویل، په سیمه کې د ټاپې په څېر سترې اقتصادي پروژې کولای شي په افغانستان، پاکستان او سیمه کې د اقتصادي او سوداګریز انکشاف لامل شي.

ولسمشر اشرف غني تر دې دمخه هم څو کرته تور لګولی چې دطالبانو مشران پاکستان کې خوندي ځالې لري خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي اؤ وایي پاکستان دترهګرۍ په ضد عملیاتو کې زیاتره طالبان وژلي اؤ یو شمیر طالبان بیا افغانستان ته تښتېدلي دي.

په دې وروستیو کې چې دقطر نه دملا عبدالغني برادر په مشرۍ کوم ۱۱کسیز طالب پلاوی اسلام اباد ته دپاکستان په بلنه تللی ؤ افغان حکومت هغوئ ته دپاکستان لخوا په ورکړل شوي پروټوکول هم سختې نیوکې کړې وې اؤ دا عمل یې دسفارتي اصولو په ضد بللی ؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG