لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"زه هم افغان یم"په ټوئټر دحافظ حمدالله په پلوۍ زرګونو پښتنو ټرینډ جوړ کړی


په پاکستان کې ددغه هیواد دپخواني سینیټر اؤ دبلوچستان دصحت د پخواني وزیر حافظ حمدالله له وګړتوب ختمیدو وروسته په ټولنیزو رسنیو په زرګونو فعالین دهغه په ننګ ودریدلي اؤ په ټوئټر یې لیکلي “زه هم افغان یم”

دپاکستان په میډیا دجمعیت علماء اسلام ګوند د وتلي مشر حافظ حمدالله د وګړتوب ختمولو راپورنه دخالي ورځ په داسې حال کې خپاره شوي چې ټاکل شوې دغه ګوند دنن (اتوار)څخه د اسلام اباد په لوري دحکومت په ضد “ازادي مارچ” پیل پیلوي.

حافظ حمدالله پخپله یوه تازه مرکه کې ویلي حکومت ته چې دهغه په ضد د درغلۍ،دناقانونه پېسو دلیږد اؤ نورو ناقانونه کړنو په اړوند څه په لاس ورنغلل نو دهغه شناختي کارډ یې منسوخ کړو.

دپاکستان دکورنیو چارو وزارت حافظ حمدالله غیرملګي وګړی (افغان) ګرځولی اؤ دهیواد میډیا ته یې امر کړی چې هغه پخپلو پروګرامونو اؤ بحثونو کې برخې اخستو ته پرې نه ږدي.

له دغه اقدام وروسته په ټولنیزه رسنۍ ټوئټز د “زه هم افغان یم “په نوم جوړ شوي ټرینډ کې په زرګونو خلکو دحافظ حمدالله په پلوۍ لیکنې اؤ عکسونه خپاره کړي اؤ پاکستان ته یې پېغور ورکړی چې که په تاسو دافغان نوم بد لګي نو خپل هغه توغندي یا میزائیل هم ختم کړئ چې دافغان نومونه مو پرې اېښي دي.

دپښتون تحفظ موومنټ په نوم د ټوئټر په یوه پانه لیکل شوي” یو کیږو ،ګنې ورکیږو، که چرې مونږ یو قام نه شو نو یو په یو به ختم کړل شو”

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دپاره لیکونکی خبریال حق نواز په ټوئټر لیکي” جدا قام پنجابی دی،سندهی دی،کشمیری دی ،بلوچ دی، تش په مذهب مونږ دوئ سره یو /یو افغان ،یوه ژبه ،یو کلتور،یو شان شکلونه اؤ یوه وینا…زه هم افغان یم”

اکمل خان د پښتون ملت پاله مشر محمود خان اڅکزي د وینا یوه برخه په ټوئټر خپره کړې چې پکې لیکل شوي د شناختي کارډ بلاک کولو وروسته راځنې پوښتنه کوې چې د چرته نه راغلی یې؟ کله چې انګریز نه ؤ هم مونږ دلته میشته وؤ، هغه مهال ستاسو هیواد نه ؤ، د وګړټوب ختمولو واک تاسو نه لرئ

دنازیه نصیر په نوم یوې پښتنې فعالې په ټوئټر لیکلي هرکله چې دیو پخواني سینیټر شناختي کارډ دومره په اسانه بلاک کیږي نو تاسو فکر وکړئ چې پاکستان کې به دیو عام پښتون څه حال وي؟

شاعر اؤ لیکوال سعود بنګش خپل شعر په ټوئټر لیکلی چې

زه افغان ،افغان،افغان ،افغان یمه،

څه وکړم؟همدا زما نسب دی نو

پاکستان پخپلو ایټمي میزائیلو د پښتنو اتلانو نومونه اېښي لکه ابدالي،غوري اؤ غزنوي وغیره اؤ زیاتو خلکو دحافظ حمدالله دشناختي کارډ منسوخولو وروسته په ټوئټر پاکستان ته ددغو نومونو پیغورونه هم ورکړي اؤ له پاکستان یې غوښتي چې که د افغان نوم ورباندې بد لګي نو باید بیا خپل دغه میزائیل هم ختم کړي.

بل لوري ته حافظ حمدالله په ټولینزو رسنیو خپله یوه تازه مرکه مرکه کې هغه ټول احوال بیان کړی چې څنګه اؤ ولې دهغه شناختي کارډ منسوخ کړل شو.

په دغه مرکه کې حافظ حمدالله وایي نادرا چې هغه نه دشناختي کارډ ازادولو دپاره دپاکستانیت څومره ثبوتونه غوښتي وؤ هغه یې ورکړي خو دهغې باوجود یې کارډ منسوخ کړل شوی.

هغه زیاته کړې د نادرا چارواکو ورته په وړومبي سر کې ویلي وؤ چې دهر لوري پخلی شوی چې ته پاکستانی یې خو مونږ به د ټولو "اړخونو "سره په رضا صلاح دا معامله هواروؤ.

هغه وایي دنادرا دچارواکو له دغې وینا وروسته هغه پوهه شو چې شناختي کارډ یې د"چا" په وینا بلاک کړل شوی دی

XS
SM
MD
LG