لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دحافظ حمدالله د وګړتوب ختمولو وروسته پولیسو مفتي کفایت الله هم ونیولو


mufti kifayat ullah
mufti kifayat ullah

په اسلام اباد کې دجمعیت علماء اسلام لخوا دحکومت په ضد داحتجاج نه وړاندې دخیبر پښتونخوا پولیسو ددغه ګوند یو مرکزي مشر مفتي کفایت الله نیولی اؤ د هریپور زندان ته یې لیږلی دی.

مفتي کفایت الله څو ورځې وړاندې دیو شخصي ټي وي په مباحثه کې دپوځ په تګلارو سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ هغه د جرنیلانو اؤ ګرفتارۍ څخه نه ویریږي.

دخیبرپښتونخوا صوبې داطلاعاتو وزیر ښاغلي شوکت یوسفزئ ویلي چې مفتي کفایت الله د ۳ایم پي‌او لاندې دمانسهرې پولیسو نیولی اؤ په هغه ولس کې دکرکې خورولو،دخلکو د راپارولو تورونه وؤ.

خو دجمعیت علماء اسلام(ف) مرکزي مرستیال سکتر اسلم غوري رسنیو ته ویلي چې مفتي کفایت الله تیره شپ داسلام اباد د سیکټر اي الیون څخه نیول شوی اؤ بیا مانسهرې ته بوتلل شوی دی.

پولیسو مفتي کفایت الله په زولنو کې روان کړی دی
پولیسو مفتي کفایت الله په زولنو کې روان کړی دی

دمانسهرې دپولیسو سرچینو ویلي چې په مفتي کفایت الله د پارونکي تقریر کولو مقدمه درج وه اؤ ویره وه چې دهغه دلاسه امن ته زیان ورسیږي ځکه نو نوموړی تیره شپه د اسلام اباد څخه ونیول شو.

مفتي کفایت الله په داسې حال کې نیول شوی چې دهغه ګوند جمعیت علماء اسلام دنن نه داسلام اباد په لوري ازادي مارچ پیل کړی اؤ ټاکل شوې ده دغه ګوند به په ۳۱م اکتوبر اسلام اباد کې دحکومت په ضد د نورو مخالفو ګوندونو په ملاتړ یو ستر احتجاج کوي.

پاکستاني رسنۍ وایي حکومت اسلام اباد کې دجمعیت علماء اسلام داحتجاج دمخنیوي دپاره په سوونو کینټنرې راغوښتې وې اؤ پلان یې لرلو چې په دغو کینټنرونو به اسلام اباد ته غځېدلې لارې تړي خو تیره شپه د حکومت اؤ اپوزیشن ګوندونو ترمنځ له بریالیو خبرو وورسته دپاکستان ددفاع وزیر پرویز خټک اعلان کړی چې جمعیت علماء اسلام ته اسلام اباد کې داحتجاج اجازت ورکړل شوی دی.

دخیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي رسنیو ته ویلي حکومت اپوزیشن ګوندونو ته داحتجاج اجازت ورکړی خو دقانون ماتولو اجازه هیچاته نشته اؤ مفتي کفایت الله په پارونکو تقریرونو دخلکو راپارولو اؤ قانون ماتولو هڅه کوله.

دمفتي کفایت الله تر نیولو یوه ورځ وړاندې دپاکستان دکورنیو چارو وزارت دجمعیت علماء اسلام دیو بل وتلي مشر اؤ‌ پخواني سینیټر حافظ حمدالله دپاکستان وګرټوب ختم کړی ؤ اؤ هغه یې غیرملکي وګړی ګرځولی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG