لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا اتحاديان د ابوبکر البغدادي په وژنه خوشحاله دي خو وايي داعش اوس هم ګواښ دی


په ګرده نړۍ کې د امریکا اتحاديان د داعش د مشر ابوبکر البغدادي وژنه غټه ضربه ګڼي خو وايي داعش اوس هم ترهګر ګواښ دی.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د اتوار په سحر اعلان کړی ؤ چې د داعش تندروه ډلې د مشر ابوبکر البغدادي په شام کې په امریکاي پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.

ډانلډ ټرمپ وویل، تېره شپه امریکې د نړۍ ترټولو غټ ترهګر مشر انصاف ته راوستی. ابوبکر البغدادي وژل شوی. هغه د داعش باني او مشر وو چې په نړۍ کې ترټولو بې رحمه ترهګر ډله وه.

د فرانس صدر ايمانويل مېکرون په ټويټر د بغدادي وژنې ته يو پړاؤ ویلي دي.

"د خپلو نړیوالو اتحادیانو سره په شریکه به دې ترهګرې ډلې ته ماتې ورکوو. دا په منځني ختيځ کې زمونږ لمړيتوب دی".

د برتانیې د بهرنيو چارو وزير ډومېنک راب ويلي داعش به دې ته پرې نه ږدي چې البغدادي شهيد جوړ کړي.

"مونږ به داعش دې نه پرېږدو چې يو داسې تن ته درناوی ورکړي چا چې غېر انساني عملونه او جرمونه کړي دي. برتانيه به داعش ته د ماتې ورکولو د هڅو ملاتړ دوامداره ساتي".

د ترکي صدر رجب طيب اردوان د داعش د مشر وژنې ته د ترهګرۍ پرضد جګړې بدلېدونکی پړاؤ ویلي دي او زياته کړې يې ده زه په يقين سره وايم چې د ترهګرۍ پرضد دا فېصله کن هڅه به د نړۍ انسانيت ته سوله ورکړي".

د اسرايل وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو د داعش د مشر البغدادي په وژنه صدر ټرمپ ته اومبارکي ويلې ده.

هغه ويلي "دا يوه غټه کاميابي ده خو مبارزه یې لا په سر پرته ده".

ايران د بغدادي وژنې ته غټه کاميابي نه دي ویلي او زياته کړې يې ده امریکې خپل جوړ کړی تن د مخې نه لرې کړی دی.

امریکايي مشرانو ويلي د داعش د مشر د وژنې سره نړۍ يو خوندي ځای جوړ شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG