لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په ګډون په شپږو هېوادونو کې د حکومتونو په ضد احتجاجونه روان دي


واشنګټن ــــ د پاکستان په ګډون په شپږو هېوادونو هانګ کانګ، لبنان، عراق، چیلیي او بولیویا کې په نیژدې موده کې د ځای ناستو حکومتونو پر ضد احتجاجونه روان دي چې اکثر یې د خپل وزیراعظم یا ولسمشر استعفی غواړي.

په دغو احتجاجونو کې تر اوسه غټ بری د لبنان احتجاج کوونکو تر لاسه کړی چې د شاوخوا دوو اوونیو پرله پسې احتجاج په نتیجه کې یې پرون د نهې- سه شنبې په ورځ وزیراعظم سعد حریري استعفا ورکولو ته مجبور کړ.

په پاکستان کې هم د جمعیت علمای اسلام ګوند په مشرۍ مخالفې سیاسي ډلې د "ازادي مارچ" په نامه احتجاج له لارې د وزیراعظم عمران خان نه استعفی او د پوځ له څارنې پرته شفاف انتخابات غواړي.

په عراق کې هم د کرپشن، د ټیټ اقتصاد او د حکومت د کمزورو کارونو په ضد هم په روانه میاشت کې د زده کوونکو او عامو خلکو له احتجاجونه روان دي، چې د حکومت د استعفی غوښتنه کوي.

د عراق په پایتخت بغداد، کربلا او ځینو نورو ښارونو کې په دغو احتجاجونو کې د پولیسو او احتجاج کوونکو تر منځ خونړۍ نښتې هم شوې چې تر اوسه پورې پکې د شاوخوا 150 کسانو د وژل کېدو او د سلګونو نورو د ټپي کېدو خبرونه ورکړل شوي.

د لاتینې امریکې په چیلي هېواد کې هم له شاوخوا دوو اوونیو راهیسې د نویو حکومتي اصلاحاتو په ضد احتجاجونه روان دي، چې په دې هېواد کې د مېټرو ټرېن په کرایو کې کموالی او د پینشن او روغتیا په سیسټم کې اصلاحات غواړي.

په پایتخت سنتیاګو کې د لکونو خلکو احتجاجونو د چیلي ولسمشر سباسټین پنېرا دې ته اړ کړ چې پخپله کابینه کې یې بدلون راوست او د کورنیو چارو د وزیر په ګډون یې د خپلې کابینې اته غړي بدل کړل.

د چیلي په احتجاجونو کې تر اوسه شاوخوا 20 تنه مړه شوي چې د دې هېواد د بشري حقونو د ملي ادارې (ای این ډي ایچ) په وینا پینځه تنه پکې پوځ یا پولیسو وژلي دي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.


د جنوبي امریکې په بولیویا هېواد کې هم له د اکتوبر د 20مې نېټې د ولسمشرۍ د ټاکنو د نتایجو په ضد احتجاجونه روان دي او د دې هېواد د ولسمشر او ټاکنو ته د کاندید ایوو مورالیس پلویان انتخابات له درغلۍ ډک ګڼي او نتایج یې نه مني.

د بولیویا د احتجاجونو په نتیجه کې پولیسو پر احتجاج کوونکو اوښکې بهوونکی ګېس غورځولی چې له کبله يې تر دېرشو زیات کسان ټپیان شوي دي.

په هانګ کانګ کې هم تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د ځایي حکومت د هغې قانوني پرېکړې په ضد احتجاجونه روان دي چې غوښتل یې بندیان چین ته واستوي. په دغو احتجاجونو کې تر اوسه د زرګونو کسانو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي او حکومت دوه نیم زره مظاهره ‌چیان نیولي دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG