واشنګټن ــــ د بندو دروازو تر شا تر پلټنو او شواهدو را غونډولو وروسته د امریکې د کانګرس د استازو جرګې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مواخذه کولو لپاره نن په رسمي توګه د اکثریت رایو په اچولو سره یو قرارداد منظور کړ.
ډیموکرېټ ګوند چې په استازو جرګه کې اکثریت لري د دوو ریپبلکنو په ملتیا د قرارداد په ملاتړ 232 رایې وکارولې او د ریپبلکن ګوند استازو 196 رایې وکارولې، چې په حق کې یې د زیاتو رایو له کبله قرارداد منظور شو.
ولسمشر ټرمپ په اېوان کې د قرارداد تر منظورۍ سمدستي وروسته پر ټویټر د ده مواخذه کېدل وغندل او ویې لیکل چې "دا د امریکې په تاریخ کې تر ټولو غټ سیاسي انتقام دی".
د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو سیکرټرې سټیفني ګریشم یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې "ولسمشر ټرمپ هیڅ غلط کار نه دی کړی" او د مواخذې بهیر یې "له انصافه لرې، غیرآییني او په بنیادي توګه غیرامریکایي" بللی دی.
مېرمن ګرېشم وایي "د نېنسي پلوسي او ډیموکرېټانو غیرضروري وسواس د دې غیرقانوني مواخذې بهیر ولسمشر ټرمپ ته هیڅ تاوان نه شي رسولای، بلکې دا د امریکې خلکو ته صدمه رسوي".
ولسمشر ټرمپ په یوه بل ټویټ کې لیکلي "د مواخذې دا ټوکې او تېرایسته زموږ [د امریکې] د ونډو بازار یا سټاک ایکسچېنج ته تاوان رسوي، ډیموکرېټان د دې هیڅ پروا نه کوي".
د اېوان مشرې نېنسي پلوسي د پنجشنبې- زیارت په ورځ د قرارداد په اړه د رایو ورکولو په وخت وویل هیڅوک کانګرس ته تر هغه وخته د ولسمشر د مواخذې لپاره نه راځي، تر څو چې د هغه اعمال زموږ حلف په خطر کې وا نه چوي".
په اېوان کې د ریپبلکن ګوند استازو له څو اوونیو غوښتنه کوله چې د ډیموکرېټانو اکثریت دې د مواخذې د رسمي څېړنو لپاره رایې ورکړي، خو کله چې د قرارداد د وړاندې کولو وخت راغی نو دوی ورباندې نیوکې وکړې.
پر ولسمشر ټرمپ تور دی چې د یوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره یې په ټلیفون خبرې کړې وې او د شاوخوا څلور سوه میلینه ډالرو په بدل کې یې له هغه غوښتي وو، چې د امریکې د 2020م کال په انتخاباتو کې د خپل ممکنه سیال جوبایډن د زوی په خلاف په یوکراین کې د هغه د سوداګریزو چارو په اړه پلټنه وکړي.