لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: که مو ډوډۍ ختمه شوه در وبه یې لېږو خو این آر او نه درکوو


واشنګټن ـــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د جمعیت علمای اسلام ګوند په مشرۍ په ازادي مارچ کې د اپوزیشن ګوندونو مشران سیاسي یتیمان بللي او ویلي یې دي چې په دې احتجاج د پاکستان دوښمنان خوشاله کېږي.

"زه له مېډیا غواړم چې په ازادي مارچ کې له عامو خلکو پوښتنه وکړي چې آیا دوی ازادي له چا غواړي".

د جمعې په ورځ د ګلګت بلتستان د ازادۍ د ورځې په مناسبت هلته یوې ولسي غونډې ته د وینا په مهال عمران خان د اپوزیشن ګوندونو دا غوښتنه بیا په کلکه رد کړه چې ګواکې له خپلې څوکۍ به استعفی ورکوي:

"چې څومره وخت مو خوښه وي بېشکه هغومره وخت کښېنئ موږ به که خیر وو تاسې ته څه ډوډۍ هم در واستوو، خو یوه خبره درته وکړم چې این آر او به هیڅکله هم در نه کړل شي".

عمران خان تور پورې کړ چې د اپوزیشن ګوندونو د دې ناستې مقصد یواځې دا دی چې حکومت په مالي درغلیو کې له تورنو سیاستوالو سره څه نرمي وکړي، خو دا تمې به یې کله هم پوره نه شي او نه به یې حکومت د قانون له منګولو د خلاسون لار یا این آر او ور کړي.

وزیراعظم عمران خان یو ځل بیا تور پورې کړ چې جمعیت علمای اسلام د حکومت تر لاسه کولو په پلمه له مذهبه کار اخلي، خو مولانا فضل الرحمن نن د هغه په ځواب کې وویل: "پاکستان او اسلام سره بېلېدای نه شي، آیین ماته اجازه راکوي چې د مذهب کارډ استعمال کړم".

د جمعیت علمای اسلام په مشرۍ ازادي مارچ د پاکستان په ګډون د نړیوالې رسنۍ توجه هم ور اړولې ده، خو عمران خان وویل هندي رسنۍ چې له دې [ازادي مارچ] څخه څومره خوند اخلي داسې ښکاري لکه مولانا فضل الرحمن چې د هند وي.

ازادي مارچ د اکتوبر پر 27مه له کراچۍ پیل شو او د اکتوبر د 31مې تر ماخوستنه پورې د هېواد له څلورواړو صوبو د زرګونو خلکو په ملتیال پایتخت اسلام اباد ته را ورسېد. نن د نومبر پر لومړۍ نېټه د دې احتجاج لومړۍ ورځ وو، چې د مولانا فضل الرحمن په ګډون د اکثرو اپوزیشن ګوندونو مشرانو ورته ویناوې وکړې او یواځینۍ غوښتنه یې د وزیراعظمۍ له څوکۍ د عمران خان استعفی او د پوځ له څارنې پرته د انتخاباتو بیرته کېدل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG