پولیس دعوه کوي چې د بلوچستان ایالت د سر ښار کوټې په کلیواله سیمه غبرګ کې یې دیوې کارروایۍ په مهال درې شکمن ترهګر وژلي اؤ دهغوئ د ولکې څخه یې وسله اؤ بارود هم ترلاسه کړي دي.
د وژل شوو کسانو خپل خپلوان تر اوسه نه دي معلوم او نه د پولیسو د دعوو په اړه تر اوسه بې طرفه معلومات شته.
د نهې په ورځ دترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې دکوټې کلیواله سیمه کې دنهې په ورځ پولیسو اؤ استخباراتي مامورینو یو شکمن ګاډي ته د وردیدلو اشاره وکړه خو دغه ګاډي کې ناستو شکمنو ترهګرو په پولیسو ډزې پیل کړي.
د ویاند دبیان له مخې د ترهګرو د ډزو ځواب کې پولیسو هم په هغوئ ډزې کړي چې له امله یې درې شکمن ترهګر وژل شوي اؤ دهغوئ څخه وسله اؤ بارود ترلاسه شوي دي.
تېره میاشت هم امنیتي چارواکو د بلوچستان د لورالایي پوهنتون امنیتي ځواکونو سره مقابله کې د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې په دغه پېښه کې دوه عسکر هم ژوبل شوي دي.
په پاکستان کې زیاتره وخت امنیتي ځواکونه په پولیس مقابلو کې د ترهګرو د وژنو دعوې کوي خو اکثره څېړونکي دغسې مقابلې جعلي هم ګرځوي اؤ وایي چې پولیس اؤ نور ځواکونه په جعلي مقابلو کې دترهګرو په نامه عام خلک هم وژني.