لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي افغان سفیر سره یې هیڅ ناوړه چلند نه دی کړی


foreign office pakistan
foreign office pakistan

پاکستان دافغانستان له اړخه اسلام اباد کې افغان سفیر سره دناوړه چلند تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې پاکستان بهرنیو ډپلوماټانو ته درناوی ورکوي اؤ دهغوئ څخه هم هیله لري چې دسفارتي اصولو اؤ قاعدو درناوی به کوي.

دګل، دوشنبې په ورځ کابل تور لګولی ؤ چې د پاکستان استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په اسلام اباد کې د کابل سفير عاطف مشعل غوښتی او ناوړه چلند يې ورسره کړی دی.

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت د ایي ایس ایي مرکز ته دافغان سفیر رابلل دسفارتي اصولو څخه سرغړونه بللې وه خو ددغه پېښې نور جذئیات یې نه وؤ په ډاګه کړي چې سفیر کله بلل شوی اؤ څه ورته ویل شوی وؤ؟

په دې وروستیو کې دپاکستان اؤ افغانستان سفارتي اړېکې تاوژنې شوي اؤ پاکستان هم به دریم نومبر تورونه لګولي وؤ چې کابل کې دپاکستان دسفارتخانې افسران اؤ مامورین په سړکونو تنګولی شي .

ددغه تورونو وروسته کابل کې دپاکستان سفارتخانې خپل فعالیتونه ځنډولي وؤ اؤ خلکو ته یې پاکستان ته د تګ ویزې نه ورکولې.

دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر ویلي کابل کې دپاکستاني ډپلوماټانو په ځورونه اسلام اباد کې افغان ناظم الامور خارجه دفتر ته رابلل شوی اؤ د ډپلوماټانو په ځورونه ورته دپاکستان لخوا اندېښنه ښودل شوې ده.

خو اوس یو ځل بیا کابل کې دپاکستان سفارتخانې اعلان کړی چې ناروغانو اؤ عاجل وضعیت سره مخ خلکو ته یې ویزې ورکول پیل کړي دي.

تیره میاشت په پېښور کې افغان قونصلګري هم دافغان دولت لخوا داحتجاج په توګه تړل شوې اؤ پاکستان کې افغان سفیر شکرالله مشعل عاطف تور لګولی ؤ چې دپاکستان سترې محکمې یوه قضیه کې په یو اړخیز ډول پېښور کې دافغانستان جائیداد(افغان مارکیټ) یو کشمیري وګړي ته د ورکولو امر کړی دی.

خو دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي وؤ چې دا دهیواد دستر عدالت پرېکړه وه چې عمل کول پرې دحکومت فرض دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG