لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا سفیر:سوله دافغانانو ده او امریکا دا پروسه پخپل لاس کې نه ده نیولې


په افغانستان کې دامریکا سفیر ښاغلي جان بس وایي امریکا غواړي دسولې دخبرو اترو مالکیت دافغانستان په لاس کې وي اؤ دافغانستان دراتلونکي په اړه هره پرېکړه باید دافغانانو په خوښه ترسره شي

په کابل کې دامریکا متحدو ایالتونو سفیر جان بس دافغانستان دبهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان سره ملاقات کړی او دسولې په پروسه یې ورسره خبرې اترې کړي دي.

دافغان بهرنیو چارو وزارت لخوا په بیان کې راغلي په دې لیدنه کې دواړو لویو په په دې خبره ټینګار وکړو چې دسولې مذاکرات دې دافغانستان دخلکو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.

بهرنیو چارو وزارت د بیان ترمخه دامریکا سفیر له افغان سرپرست وزیر سره دخبرو پرمهال ویلي دسولې پروسه دافغانستان دخلکو اړوند ده اوکولی شي چې په اړه یې پریکړه په خپله وکړي

د خپاره شوي بیان پربنسټ امریکايي سفیر جان بس ویلي دافغان سولې په پروسه کې دامریکا ګډون په دې خاطر نه دی چې دا پروسه په خپل انحصار کې راولي بلکې افغان ولس کولی شي دخپل راتلونکي پریکړه په خپله وکړي.

دافغان سولې مذاکرات دامریکا او طالبانو ترمنځ د نهو پړاونو وروسته په کابل کې دطالبانولخوا د یوه برید نه وروسته چې د یوتن امریکايي په ګډون پکې ۱۲ تنه ووژل شوي وؤ په تیرسپتمبرمیاشت کې ودریدلې.

ټاکل شوې په راتلونکي کې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولې مذاکرات د چین په کوربه توب بیجنګ کې ترسره شي.

افغان حکومت ویلي دچین ناسته کې دافغان پلاوي دګډون دپاره یې یو نوملړ جوړ کړی خو نه یې ده واضحه کړې چې دغه نوم لړ کې دچا،چا نومونه شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د ویب ډیولپمنټ تربیت جینکو ته څه ګټې ورکولې شي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:21 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG