لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې نهه کاله وروسته ۳۳مې قامي لوبې پیل شوي دي


په پېښور کې نن(اتوار) نه ۳۳مې قامي لوبې په سختو امنیتي تدابیرو کې پیل شوي چې شاوخوا ۷۰۰۰ لوبغاړي برخه لري اؤ دا لوبې به شپږ ورځې دوام ومومي او دپائ دستوره به یې په ۱۶م نومبر ترسره کیږي.

ټاکل شوې وه دپاکستان وزیراعظم عمران خان به ددې قامي لوبو پرانسته کوي خو هغه نن دغې پرانستې ته نه دی ورغلی چې په دې د لوبو منتظیمونو اؤ لوبغاړو د مایوسۍ څرګندونه کړې ده.

د قامي لوبو د سیکرټریټ منتظیم محمد امجد خان خبریالانو ته ویلي په پېښور کې د راجوړو شوؤ دې لوبو کوربه توب بلوچستان ته ورپغاړه خو خو هلته دامن دخراب وضعیت له امله خیبر پښتونخوا صوبې ته دا لوبې راوړل شوي دی.

هغه وایي دا لوبې به په ۱۴ؤ پړاونو کې ترسره کیږي چې پکې به دخیبر پښتونخوا،سندهـ ،بلوچستان،ګلګت بلتستان،دپاکستان د واک لاندې دکشمیر،پوځ،هوایي اؤ سمندري ځواکونو،پولیس ،واپدا، ریلوی اؤ د لوړو تعلیمي زده کړې د ادارو لوبډلې برخه لري


هغه وویل ددې لوبو دپاره ۲۲کروړه روپۍ بیلې کړل شوي اؤ دا به د صوبې په بیلابیلو برخو کې ترسره کیږي.

دپېښور په قیوم سټيډیم کې دپیل شوؤ دې لوبو نه څلور وړځې وړاندې دپېښور دپولیسو مشر کریم خان خبریالانو ته ویلي وؤ دامن په فضاء کې دلوبو ترسره کولو دپاره به پېښور کې پنځه زره پولیس ځایې په ځایې کیږي. د پیښور په څلویښتو ځایونو به ناکې ولګولی شي او د هر ګاډي تالاشي به اخستل کیږي.

ټاکل شوې ده چې دا لوبې به جمرود، پیښور، چارسده، مردان، ایبټ آباد، اسلام آباد، جهلم او کراچۍ کې هم کیږي اؤ په دې کې د برخه لرونکو لوبغاړو، ماهرانو او رضاکارو شمیره لس زره کسانو ته رسیږي.

یاده دې وي نومبر ۲۰۰۸م کې د صوبو تر مینځه هم پیښور سټیډیم کې د سټیډیم نه بهر هاغه مهال ځانمرګي برید شوی وو کله چې د هاغه وخت ګورنر اویس احمد غني او مشر وزیر بشیر احمد بلور د سټیډیم نه ووتل.

دغه برید کې دوه تنان وژل شوي او تر پنځو پورې ژوبل وو. خو بیا ۲۰۱۰م کې هم دلته حکومت قامي لوبې په کامیابۍ کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG