لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نيويارک کې د افغانستان سره تعلق لرونکي سيکان وايي پاکستان دې د دوی دپاره هم لارې پرانيزي


په نيويارک کې د افغانستان سره تعلق لرونکي سیکان
په نيويارک کې د افغانستان سره تعلق لرونکي سیکان

د امريکا په نيويارک ښار کې د افغانستان سره تعلق لرونکو سيکانو (د باباګرونانک د سيک مذهب منونکو) ويلي پاکستان دې د دوی دپاره هم د افغانستان سره د کرتار پور په څېر لارې پرانيزي.

د نیویارک په ناسو کاونټي سيمه کې د افغانستان سره تعلق لرونکو سيکانو د پاکستاني وزيراعظم عمران خان د کرتارپور لار د پرانستې په فېصله د خوشحالۍ څرګندونه کړې او د پاکستان او افغانستان د حکومتونو نه يې غوښتي چې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کرتارپور د لارې په رنګ لار دې د دوی دپاره هم پرانيزي.

په لانگ آئی لېنډ هېکس ويل کې د بابا ګرونانک دربار مشر ګلاتي سمرات سينګ چې د شلو کالو راهسې په امريکا کې مېشت دی وي او ای ډيوه سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې که چرې د پاکستان او هندوستان ترمنځ بغېر د ويزې تګ راتګ ممکن وي نو د افغانستان سره دې هم دغه ډول لار پرانستل شي.

هغه وويل چې د چمن او تورخم د لارې د کرتارپور او د پاکستان په نورو سيمو ننکانه صېب، پنجه صېب او ګردواره جوګه سينګ ته د تګ راتګ اجازت ورکړي.

هغه غوښتنه وکړه چې د افغانستان حکومت دې هم په دې سوچ وکړي، دا به نه يواځې د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې کړي بلکې په دواړو هېوادونو کښې مېشت د سيک مذهب منونکو دپاره به د خوشحالۍ خبره وي.

هغه وويل چې اوس هم د افغانستان په ډېرو سيمو جلال اباد، خوست او قندهار کښې يو شمېر سيکان اباد دي.

په پاکستان کې په ځانګړي ډول پښتنو سياستوالو هم د کرتار پور په څېر د افغانستان سره د لارې پرانستلو ويلي ؤ.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي صدر اسفنديارولي خان هم د وي او ای ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې ويلي ؤ چې هغه په کرتارپور کې هندوستانیانو ته په لاره پرانستلو خوشاله دی خو په دې خفه دی چې بلې خوا ته د افغانستان سره د سيمو ازغن تارونه لګول کيږي.

هغه د کرتارپور لاره پرانستل د دوه رقيب هېوادونو هندوستان او پاکستان ترمنځه په نوې تګ لاره جوړېدل يو پرمختګ بللی وو خو د پاکستان او افغانستان سره په پُوله د ازغن تار لګولو يې غندنه هم کړې وه

پاکستان د نومبر په نهمه د هند سره د کرتار پور لاره پرانستې او د سيک مذهب منونکو ته يې بې د ویزې د ګرونانک مزار ته د راتلو ويلي ؤ.

د کرتار پور پوله د پاکستان د پنجاب صوبې په ختيځ او د هند د پنجاب رياست د ګورداسپور د شمالي لویديځ په ختيځ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرته سيمه ده.

پاکستان ويلي د خواخوږۍ په بنياد يې د سيک مذهب منونکو دپاره دا لار پرانسته ده.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG