لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف به په غیر مشروط ډول دهیواد نه بهر اوځي که نه؟ لاهور هائیکورټ یې فیصله کوي


دپاکستان دحکومت له لوري دهیواد دپخواني وزیراعظم میا نوازشریف دنوم اي سي ایل یا دسفري بندیز د نوملړ نه په مشروط ډول د ویستلو په ضد د نوازشریف رور میا شهباز شریف دلاهور ایالتي محکمې ته مراجع کړې ده اؤ محکمې دهغه دخواست اوریدنه هم نن ټاکلې ده.

دهیواد پخوانی وزیراعظم چې دا مهال دغبن یوه دوسیه کې د اوو کالو دبند د سزا څخه د ناروغتیا له امله د دوؤ میاشتو په ضمانت له زندانه وتلی، دکورنۍ غړي اؤ ډاکټران یې وایي چې روغتیایي وضعیت یې داندېښنې وړ دی اؤ دهیواد نه بهر دعلاج دپاره باید په سمدستي توګه د سفري بندیزونو د نوملړ نه دهغه نوم وویستل شي.

خو د نهې په ورځ دمرکزي کابینې د ذیلي کمیټۍ غونډه کې پرېکړه شوې وه چې نوازشریف که د هیواد نه بهر ځی نو ورته به دپیسو په شکل کې هیواد ته د بیا راستنېدو ضمانت ورکول وي.

نوازشریف اؤ دهغه ګوند مسلم لیګ(ن) دریځ لري چې هغوئ وړاندې نه محکمې ته ضمانتونه ورکړي اؤ‌ اوس دحکومت له لوري دهغه نه ضمانت غوښتل غیر قانوني ګام دی، چې ددغه ګام په ضد د زیارت په ورځ شهباز شریف د لاهور محکمې ته عریضه کړې ده.

شهباز شریف پخپله عریضه کې محکمې ته خواست کړی چې د نوازشریف طبیعت ډير خراب دی اؤ محکمه باید په عاجل ډول دهغه دنوم اي سي ایل نه د ویستلو امر وکړي.

ټاکل شوې ده دلاهور دایالتي محکمې دقاضي علي باقر نجفي په مشرۍ دوه کسیزه څانګه په لږو شیبو کې د شهباز شریف د عریضې اوریدنه کوي.

دپاکستان په پارلیمان کې دمخالفو ډلو مشر میا شهباز شریف خبریالانو ته ویلي وزیراعظم عمران خان د انساني نوعیت ستونزې ته سیاسي رنګ ورکوي ځکه هغه دحکومتي پرېکړې په ضد دلاهور ایالتي محکمې ته مراجعه کړې ده .

هغه وویل حکومت د نوازشریف نه د اوو اربو روپو ضمانت اخستل غواړي اؤ دا ددې دپاره ترڅو ولس تیرباسي چې د نوازشریف نه یې اووه اربه روپۍ راوویستلې.

هغه وویل په هیڅ صورت به مونږ دحکومت د پیسو ضمانت ونه منو،ځکه چې محکمې نوازشریف په ضمانت پرېښودی اؤ ویلي یې دي چې هغه دهیواد نه دباندې خپل علاج کولی شي.

اخوا حکومتي وزیر مراد سعید پارلیمان ته خپله وینا کې ویلي چې کابینې دنوازشریف بهر ته دتګ په اړه سمه پرېکړه کړې اؤ دا پرېکړه باید سیاسي نه کړل شي.

هغه د نوازشریف ګوند ته په اشاره ویلي” تاسو ته اووه اربه روپۍ ګرانې دي که دنوازشریف صحت درته مهم دی؟ دضمانت پیسې جمع کړئ اؤ نوازشریف بهر علاج له بوځي”

داتوار په ورځ دپاکستان مطبوعاتو دعوه کړې وه چې نوازشریف د دوشنبې په ورځ‌ دعلاج دپاره دخپل ورور شهباز شریف،شخصي معالج ډاکټرعدنان اؤ نمسي جنید صفدر سره لندن ته روان شي خو وروسته دسفري بندیز نوملړ څخه د هغه دنوم نه ویستل کیدو له امله دهیواده بهر دهغه تګ وځنډیدلو.

دنوازشریف دکورنۍ سرچینو مطبوعاتو ته ویلي د نوازشریف په وجود کې دسپینې وینې کچه ډیره لاندې تللې ده اؤ هغه په عامه الوتکه کې دسفر کولو جوګه نه دی ځکه نو دهغه دپاره دقطر هوایي شرکت ایمبولینس الوتکه کې دهغه دبوتللو تابیا شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG