لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور هایکورټ بهر ته د علاج لپاره د نواز شریف درخواست اخیستی، اورېدنه یې پیل کړې


واشنګټن ــــ د لاهور هایکورټ له هېواده بهر د نواز شریف د علاج په اړه د حکومتي پرېکړې په خلاف د هغه د ورور شهباز شریف درخواست اخیستی چې نن یې اورېدنه شوې او ټاکل شوې چې سبا د شنبې- خالي په ورځ به یې هم اورېدنه وشي.

لاهور هایکورټ ته د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر شهباز شریف د جمعې په ورځ درخواست ورکړی او د تحریک انصاف د مرکزي حکومت هغه پرېکړه یې پکې چېلنج کړې، چې بهیر ته د نواز شریف د درملنې لپاره یې د اوو اربه روپیو ضمانت شرط ایښی دی.

شهباز شریف په درخواست کې له عدالته غوښتي چې د نوازشریف طبیعت ډير خراب دی او عدالت باید په بیړني ډول له اي سي ایل څخه د هغه د نوم د ویستلو امر وکړي.

لاهور عدالت د دې درخواست د اورېدنې لپاره د نومبر پر 18مه د شهباز شریف او حکومت وکیلان د بحث لپاره ور بللي وو، خو د مسلم لیګ ن ګوند د وکیلانو په غوښتنه عدالت اعلان وکړ چې سبا د شنبې- خالي په ورځ بیا د مقدمې اورېدنه کوي.

د جمعې په ورځ د درخواست په اورېدنه کې عدالت له سرکاري وکیل چودري اشتیاق اې خان څخه پوښتنه وکړه چې آیا حکومت د دې درخواست په غبرګون کې خپل لیکلی جواب جمع کړی که نه، نو هغه مثبت جواب ورکړ.

عدالت ته د حکومت له خوا په ورکړل شوی جواب 45 پاڼې دی چې پکې یې د لاهور عدالت له خوا د شهباز شریف د درخواست اورېدنه غیرقانوني بللې او د هغه له خوا د دې غوښتنې مخالفت یې کړی چې نواز شریف ته دې په غیرمشروط ډول بهر ته د تلو اجازه ورکړل شي.

د تحریک انصاف ګوند مرکزي وزیر فروغ نسیم د حکومتي کابینې تر سلا مشورو وروسته دوې ورځې وړاندې په خبري غونډه کې اعلان کړی وو، چې بهر ته د علاج لپاره د نواز شریف نوم په دې شرط د سفري بندیزونو له نوملړه ایستلای شي چې هغه حکومت ته د اووه اربه روپیو ضمانت ورکړي او دا شرط یې هم ایښی وو چې هغه یواځې یواځې د څلورو اوونیو لپاره بهر سفر کولای شي.

د شهباز شریف قانوني سلاکار امجد پروېز د درخواست د اورېدنې په مهال د حکومت په جواب کې ویلي، چې لاهور هایکورټ دا صلاحیت لري چې د نواز شریف په اړه د حکومتي شرایطو په خلاف د ده د مؤکل د درخواست اورېدنه وکړي. هغه ویلي د عدالت پخوانۍ پرېکړې په دې برخه کې د دوی مرسته کوي چې ګواکې د نواز شریف نوم دې له اې سي ایل څخه و ایستل شي.

د شهباز شریف قانوني سلاکار ویلي حکومت هیڅوک هم له خپلو بنیادي انساني حقونو نه شي بې برخې کولای، ځکه چې وایي پخواني پوځي آمر پروېز مشرف ته هم د درملنې لپاره له هېواده بهر د تلو اجازه ورکړل شوې وه.

سرکاري وکیل ویلي د نواز شریف د درغلۍ په تور په اېونفیلډ په مقدمه کې د اسلام اباد نېب عدالت سزا کړی وو او د نېب په غوښتنه یې نوم اې سي ایل ته اچول شوی وو، نو وایي د مقدمې اورېدنه یې هم باید د اسلام اباد هایکورټ وکړي نه د لاهور هایکورټ.

د لاهور هایکورټ قاضي علي باقر نجفي د سرکاري وکیل په جواب کې ویلي، چې عدالت دا مهال د هغه د نېب د مقدمو اورېدنه نه کوي بلکې له اې سي ایل څخه د یوه "ناروغ تن" د نوم د ایستلو پر سر د حکومتي شرایطو په اړه د درخواست اورېدنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG