لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"سکول خو دغه پورې کلي کې شته،ټرانسفارم پکار دی"


د اسمبلۍ ممبر صیب چې کله خپل د تورو شیشو غټ ګاډی د سړک په غاړه ودرولو نو خواؤ شا پټو کې د پشکال په سخا ګرمۍ کې په کارونو بوختو کرونده ګرو کې یو تن په حیرانتیا په زوره چغه کړه "هلکه دا خو بیمبر صیب راغلو":اؤ بیا نر هاغه دی چې د ممبر صیب لینډ کروزر ته ځان په منډه رسوي ، اؤ په لږ ساعت کې د ممبر نه دومره ډیر خلک راتاؤ شول چې د هغه په شین کاټن کمیس د خولو نخښې له ورایه لیدی شوې

میرګلاب کاکا چې د خپل تندي خولي پخپله خاورو دوړو لړلې لمنه اوچې کړې نو په په ټولو یې غږ وکړو

"هلکه لږ کولاؤ ودریږئ د هغه غریب خو مو ساه بنده کړه د ګرمۍ نه"

ماب علي استاذ ته هم لکه چې په دغه سره ګرمۍ کې د ممبر صیب د خولو احساس وشو ځکه خو یې ځان په ټیلو د ممبر صیب خوا ته نزدې کړو اؤ په تیزه چغه یې خپل په خولو کې ډوب ولاړ ماشوم زوئ ته وویل "هله ماصله دګړ که حجرې ته کټونه ، بالښتونه اؤ پکی راوباسه چې ممبر صیب لږه ساه سمه کړي"

خو د ماصل قدمونه لکه چې د پلار د حکم په وړاندې په اول ځل د پورته کیدو نه عاجز شوي وؤ .

هغه هم هاغه شان د ممبر صیب خولې ته کتل اؤ په دې کې یو کړس شه .

د کړس سره سم ماصل په خپل مخ لاسونه کیښودل خو د ماب علي استاد د درنې منګولې نخښه د هغه د ماشوم مخ نه ډیره لویه وه ځکه نو د پټولو باوجود هم د هغه د منګولې نخښې د هغه په سپین مخ لکه دسرې لمبې وځلیدې

"ستا څټه اوځه زه درته ویم چې حجرې ته بالښتونه اؤ پکې راوباسه اؤ ته هاغه شان زمونږ خولې ته په تماشه یې"

ماب علي خپل زوي ته د خولې نه د ځګونو نوستلو په حال کې ووې .....

"داجي نو بجلي کوم ده ، پکی څله را وباسم ؟"

د زوئ ددغه ځواب سره سم لکه چې ماب علي اؤ د کلي ټولو خلکو ته خپله یوازینۍ غوښتنه یاده شوه..

"یره بیمبر صیب که دا د بجلۍ مسله دې حل که نو په بعیه به م واخلې، کورونو کې مانځه ، اوداسه له ګوټ اوبه نشته ، د لختي په اوبو پخلی کوو"

اؤ ممبر صیب ددغه غوښتنې اوریدو سره سم اؤل ټولو ته ښه په غور غور په ځیرځیر وکتل ، بیا یې خپلې تورې عینکې په سترګو لږې نورې د بره کړې اؤ ګویا شو

"نو کمعقلو خلکو چې مې درته وې زما کشر ورور یامین خان ددې القې نه قامي اسمبلۍ ته پاس کئ ، تاسو د چا منل؟ خو جاهله یئ کنه ، اقه زما تربور له مو ووټ ورکو چې اوس یې د پاس کیدو نه پس په دوربین کې نه ینئ...تاسو ته پته شته ما ددغه بورې بانډې دپاره څامره کارونه وکل ؟ شپږ ټاس پارمې ( ټرانسفارمرې )مې ورته منظورې کې شپږ ! اوس دې لاړه شي هلته بجلي ؟ خو تاسو نان پړهه جټ جاهل خلک په ښه اؤ بد څه پوهیږئ"

اؤ ددې سره ټولو خړسرو یو بل ته خړ خړ وکتل ، د هریو په خوله یوه خبره وه "نا نو ټیک وئ کنه ،که دا اوس دواړه روڼه د یو کور نه پاس شوي وؤ نو زمونږ ټاس پارم به هم نوی شوی ؤ"

هغوئ ټول لا د خپل جاهل توب اؤ ناخواندګۍ احساس کې مبتلا وو چې ممبر صیب خپله خپه خپل یخ ای سی ګاډي ته ور پورته کړه اؤ په خپل سیټ براجمان شو خو په تلو تلو کې یې د خپلې حلقې جاهلو ته دا یوه مشوره ضرور ورکړه

"هلکه خبر شوی یم چې هغه د پیرنګي زوي اسلام اباد کې چا اینجو(این جي او) سره خبره روانه کړې ده چې ماله کلي کې د جینکو کالج اؤ درې سکولونه جوړ کړه ، ورټول شئ ورپسئ او ورته وایئ چې مونږ زمیدار خلک یو کالجونه اؤ سکولونه م نه دي پکار ، دا سړک اؤ لختي راله پاخه کړه ، لږ عقل ځان کې پیدا کړئ عقل"

اؤ بیا د کلي په کچه سړک غټ ګاډي یو شغ کې تیر شو خو د الوداع لاسونه تر ډیره خوځیدل ددې لفظونو سره "او کنه بهائی سکول خو دغه پورې کلي کې شته ، د سړک اؤ لختي غم پکار دی"

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG