لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف د درملنې دپاره لندن ته روان شوی


د پاکستان پخوانی وزيراعظم نواز شريف د درمنلې (علاج) دپاره د هوايي اېمبولنس د لارې لندن ته روان شوی دی، د هغه سره یې ورور، د مسلم ليګ ن ګوند مشر شهباز شريف او ډاکټران هم تللي دي.

د پاکستان پخوانی وزيراعظم نواز شريف د درمنلې (علاج) دپاره د هوايي اېمبولنس د لارې لندن ته روان شوی دی، د هغه سره یې ورور، د مسلم ليګ ن ګوند مشر شهباز شريف او ډاکټران هم تللي دي.

د مسلم ليګ ن په وېنا نواز شريف نن د نهې، سه شنبې په ورځ د لاهور هوايي اډې نه په هوايي اېمبولنس کې روان شوی او په لندن کې به يې درملنه کيږي.

ياد ګوند ويلي د هغه الوتکه به په قطر کې د تېلو ډکولو دپاره اودريږي هلته به يې طبي عمله بدليږي او په قطر کې د لږ وخت د دمې او طبي معاينې وروسته به بيا روانيږي.

نواز شريف ته د العزيزيه اسټيل مل په مقدمه کې د اووه کالو بند سزا اورول شوې خو د ناروغتيا له امله د اسلام اباد هايکورټ په طبي بنیادونو د اته اوونيو دپاره د هغه سزا ځنډولې وه.

د مسلم ليګ ن په وېنا ډاکټرانو نواز شريف ته د ملک څخه بهر د درملنې دپاره د تلو ويلي ؤ.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت د نواز شریف د درملنې په موخه د بهر تلو دپاره د اووه اربه روپو د ضمانت په توګه جمع کولو شرط اېښودی ؤ.

خو د ياد شرط پرضد مسلم ليګ ن ګوند لاهور هايکورټ ته خواست کړی ؤ او عدالت بيا د حکومت دغه شرط رد کړی او هغه ته یې د ملک نه بهر د څلورو اوونيو دپاره د تلو اجازه ورکړې وه.

د راپورونو ترمخه د نوازشریف نوم د ملک نه بهر د سفري بندېزونو د نوملړ څخه نه دی لرې کړی شوی.

او د کورنيو چارو وزارت ويلي نواز شریف دې په هوايي اډه د عدالت حکمنامه ښکاره کړي له هغې وروسته د ملک نه بهر سفر کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG