لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي دافغانستان دمنفي تبلیغاتو پرضد دپوځ په کومک قبائیلي سیمو کې د راډیو خپرونې پیل کوي


داطلاعاتو په هکله دپاکستان د وزیراعطم معاونه ډاکټر فردوس عاشق اعوان وایي پاکستان افغانستان څخه دپاکستان په ضد دکېدونکې پروپېګنډې ماتولو دپاره دپوځ په کومک خپلو قبائیلي سیمو کې د ریډيو خپرونې پیل کوي.

خو څېړونکي دپاکستان دحکومت دا ګام وړاندې نه دتاؤژنو اړیکو دلا خرابولو هڅه بولي اؤ وایي منفي پروپېګنډه که افغانستان دپاکستان په ضد کوي اؤ که پاکستان یې دافغانستان په ضد کوي،دهیڅ یو هیواد په ګټه نه ده بکې دواړه ولسونه اؤ حکومتونه نور هم له یو بله جدا کوي.

داطلاعاتو اؤ خپرونو په اړوند د سینیټ دقائمه کمیټۍ غونډې ته تیره ورځ داطلاعاتو په هکله دپاکستان د وزیراعظم معاونې ډاکټر فردوس عاشق اعوان قبائیلي سیمو کې د ریډيو دخپرونو پیل کولو په اړوند احوال تیر کړی اؤ ویلي یې دي افغانستان څخه دکېدونکې پروپېګنډې ماتولو دپاره داطلاعاتو وزارت دپوځ مطبوعاتي څانګې سره په ګډه کار کوي.

ډاکټر فردوس عاشق اعوان دافغانستان د ولسمشر اشرف غني دبیان په یادؤنې سره وویل افغانستان تر ۵۰ؤ زیاتو راډيوګانو ته دخپرونو اجازت نامې ورکړي اؤ دا راډیو ګان به دپاکستان دپولې ترڅنګ خپرونې کوي.

هغې وویل په دغو راډیو ګانو چې به دپاکستان په ضد کومه پروپېګنډه کیږي پاکستان به دپوځ سره په ګډه ددغه پروپېګنډې داغیز ختمولو په موخه قبائیلي سیمو کې د راډيو خپرونې پیل کوي.

خو دافغانستان اؤ پاکستان په اړیکو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان بیا وایي چې د دواړو هیوادونو له لوري دیو بل په ضد کېدونکې منفي پروپېګنډې به دکابل اؤ اسلام اباد تر منځ واټنونه نور هم سیوا کړي اؤ حتی د ولسونو ذهنونه به هم خراب کړي.

وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان وویل منفي پروپېګنډې د خلکو په ذهنونو،سوچونو اؤ فکرونو بد اغیز کوي .

هغه وویل پاکستان اؤ افغانستان چې تیرکال له اوړدو خبرو وروسته دمذاکراتو په کوم میکانزم صلاح شوي دا اقدام دهغه اصولو څخه هم سرغړونه ده ځکه چې دغه میکانزم کې دواړه هیوادونو ژمنه کړې چې دیو بل پرضد به منفي تبلیغات اؤ پروپېګنډه نه کوي.

دافغانستان وتلی خبریال ښاغلی جاوید همیم کاکړ هم په دې نظر دی چې د رسنیو نه باید د اړیکو ښه کولو کار واخستل شي نه چې دواړه هیوادونه یې دیو بل پرضد وکاروي.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي کاکړ ویلي رسنۍ د هېوادونو او ولسونو ترمنځ د اړيکو په ښه کولو کې مهم رول لوبوي، او له رسنيو څخه د اړيکو په ښه کولو، د حکومتونو او ولسونو په نږدې کولو کې ګټه اخستل پکار دي.

هغه وایي “د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته پښتانه پراته دي چې يو قوم، يو دين يوه ژبه يو کلتور لري، دوى خپلو کې يو دي، خو حکومتونو او سامراجونو سره جلا کړي دي، دغه ډول راډيو ګانو جوړولو او خپرونو سره به د ولسونو ترمنځ کرکه زياته شي”

خبریال طاهر خان هم وایي “هسې هم له بده مرغه د دواړو هیوادونو ترمنځ د وړاندې نه اړېکې زیاتې خرابې دي،باید دتاؤ تریخوالي دکمولو ،د اړېکو پیاوړي کولو اؤ دپروپېګنډې د کمولو دپاره ګامونه اخستلو ته اړتیا ده نه چې دپروپېګنډو لړۍ نوره پیاوړې کړل شي”

ښاغلی طاهر خان وایي د خلکو په ذهن جوړونه کې میډیا یو مهم رول لري، که میډیا مثبت رول ادا کوي نو د دواړو هیوادونو اړېکې پیاوړې کیدای شي خو کله چې میډیا نه د یو اړخیز کردار کار اخستل کیږي نو هغه دخلکو اؤ حکومتونو ترمنځ واټنونه پیدا کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG