لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارپوهان: په پاکستان کې مېډیا ادارې زیاتې شوې خو بندیزونه هم ورباندې زیات شوي


واشنګټن ــــ د تعليمي چارو پوهان او څېړونکي وايي د پاکستان په صوبه خېبر پښتونخوا او پخوانۍ فاټا کې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په وخت که يو خوا په هېواد کې مېډيا هاوسز په تېزۍ سره ترقي کړې خو بلې خوا ته د رياستي ادارو او وسله والو ډلو د فشار له وجې خبريالانو هغه هومره په ازادۍ سره خپل کار ونه کړای شو څومره چې پکار دی.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو په څانګه کې د خپلې پي ايچ ډي تحقيقي مقالې "وار آن ټېرر اينډ ميډيا ان خېبر پښتونخوا اينډ فاټا " [د ترهګرۍ په ضد جګړه او رسنۍ] دفاع کولو په مهال ريسرچ سکالر او مقامي صحافي يوسف علي وایي، چې د 2004م کال نه وروسته په پاکستان کې يو شمېر نوي شخصي ټيليويژن او ريډيو سټيشنز پرانستل شول خو د بېلابېلو اړخونو نه د دباو له امله خبريالانو خلقو ته په صحيح توګه مالومات نه شو رسولای:

"کله چې پوځي اپرېشنونه پیل شول نو له دې سره پر مېډیا ډېر اثرات پرېوتل، هغه خبریال چې تر دې وخت مخکې به یې ازادانه رپوټنګ کولای شو هغه شان ازاد پاتې نه شو، که طالبان وو که حکومتي ادارې وي فشار به یې ورباندې اچاوه د هغوی خلاف یې رپوټنګ نه شو کولای".

د پېښور پوهنتون د يادې څانګې پخوانی پروفېسر اعجاز خټک وايي، په پاکستان کې په مېډيا بندیزونو يا د ځینو عناصرو له امله چې د رسنيو ازادي څومره متاثره کېږي د هغې خراب اثر د ټولنې د هر وګړي تر څنګ په پالیسۍ جوړوونکو پوهانو او چارواکو باندې هم پرېوځي چې له وجې یې ټوله ټولنه اغېزمنه شي:

"د ترهګرۍ او ترهګرۍ ضد جګړې له کبله د ټولنې هر اړخ اغېزمن کېږي، د مېډیا رول پکې زیات اهمیت لري او د دې اهمیت په وجه هغه د خلکو په نظر کې راشي، نو مسئله دا شوه چې مېډیا په پاکستان کې ډېره زیاته شوه خو بلې خواته تر پخوا ډېر زیات بندیز ورباندې لګېدلی".

د نړیوالو اړیکو د څانګې پروفيسر نصرين غفران وي او اې ډيوه ته وويل چې نورو خبريالانو ته هم پکار دی په داسې ډول مضامینو باندې تحقيق وکړي چې په پاکستان کې د مېډيا موجوده صورت حال او د رایې د اظهار اهميت خلکو ته په ډاګه شي، هغه دا هم وايي چې تحقیقي مقالو ته کتابي شکل ورکول ډېر مهم دي:

"خبریالان هم دا محسوسوي چې پر دې موضوع ژور کار وکړي او خلک د هغوی له ستونځو خبر شي او چرته چې بندیزونه دي هغه هم په څه طریقه بیان شي، دا ډول څېړنو ته ډېره اړتیا ده چې بیا په کتابي بڼه هم چاپ شي او بیا په بېلابېلو مجلو کې چاپ شي".

په پاکستان کې د مېډيا د ازادۍ په اړه د بې سرحده خبریالانو د نړیوال تنظيم د يو تازه رپوټ له مخې په ټوله نړۍ کې د اظهار د ازادۍ په برخه کې د 180 هېوادونو په نوملړ کې پاکستان په 142م نمبر دی او د تېر یو کال په مقابله کې په دې هېواد کې د اظهار ازادي نوره هم کمه شوې ده، چې حکومت د ښکاره سنسرشپ په وسیله پر مېډیا فشار اچوي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG