لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دچاپیریال ساتنې اداره:افغانستان کې له جګړو زیات وګړي د ککړچاپېریال له امله مري


دافغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وايي په دې هیواد کې د ککړچاپیریال له امله هرکال لسګونه کسان چې زیات شمیر یې ماشومان او لویان وي خپل ژوند دلاسه ورکوي.

دکابل دچاپیریال ساتنې ادارې مشر کاظم همایون نن دچهارشنبې په ورځ امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې دشنو سیمو کمښت،په کارخانو کې د معیاري سوند دتوکو نه کارول، دبې کیفیته تیلوګټه اخیستنه، په ښارکې دمعیاري کنالیزیاسیون نشتوالی،له ښاري فرهنګ سره د خلکو نابلدتیا اود فقر موجودیت د چاپیریال دککړتیا له مهمو لاملونه څخه یاد کړل.

همایون دافغانستان او په ځانګړې توګه دپلازمینې کابل ښار د هوا په ککړتیا اندیښنه وښوده او وې ویل دککړې هوا له امله چې څومره خلک په هیواد کې خپل ژوند دلاسه ورکوي دهغې کچه دناامنیو او جګړو ترتلفاتو لوړده.

نوموړي وویل"زمونږ باور دا دی هغه شمیر کسان چې د ککړې هوا،ناپاکو اوبو او خاورو او دوړو د تنفس کولو له امله مري دهغوی شمیره د ترهغې لوړه ده چې په افغانستان کې په جګړواو نا امنیو کې وژل کیږي"

د روغتیا وزارت د تخصیصي روغتون مشر ډاکتر نظام الدین جلیل ډیوه ته وویل دهرې اوونۍ په تیریدو سره په هیواد کې ککړې هوا د تنفسي ناروغانو په شمیر کې زیاتوالی لیدل کیږي.

جلیل وايي زمونونږ له شمیرو څرګندیږي چې دټولو هسپتانونو په کچه دهرۍ اوونۍ په اوږدو کې له ۱۵۰۰۰ زرو څخه تر ۲۰۰۰۰ زره داسې ناروغان لرو چې اکثره یې په تنفسي ناروغیو اخته وي او دهرې اونۍ په تیریدو سره د دا ډول ناروغانو په شمیرکې چې زیاتره یې ماشومان وي زیاتوالی راځی او مهم لامل یې ککړه او یخه هوا وي.

د عامې روغتیا وزارت وايي که افغان وګړي پاملرنه وکړي د دې تنفسیو ناروغیو مخنیوی کیدای شي.

ډاکتر نظام الدین جلیل وایي،خلک باید د ګرځیدو پرمهال له ماسکونو ګټه واخلي،دخپلو کورونو د ګرمولو لپاره له ټایرونو اوپلاستیکي توکو له سوځولو ډډه وکړي او نورې لازمې روغتیايي لارښونې هم باید په پام کې ونیسي.

د چاپیریال دککړتیا اندیښنې په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې د سټیټ اف ګلوبل ایبرنړیوالې څیړنیزې ادارې په یوه تازه رپوټ کې ویلي په ۲۰۱۷ م کال کې دککړې هوا له امله تر۲۶۰۰۰ نه زیات افغان وګړي مړه شوي ؤ خو د جګړو په ترڅ کې دهمدې کال پرمهال دملګروملتونو د راپور پربنسټ۳۵۰۰ کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG