لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين درې میليونه ايغور مسلمانان کېمپونو کې بندي کړي،روشن عباس


په چین کې د ايغورټولنې سره تعلق لرونکې روشان عباس سره د خپل خاونده په امريکا کې د دغه ټولنې لپاره د کمپاين نومي يو تنظيم مشره ده. هغه وایي چین چې په یوویشتمه پیړۍ کې اویغور مسلمانانو سره کوم سلوک کوي هغه په بنده غونی ځیګ کړي

دا تنظیم کمپاين د بشري حقونو او په خصوصي توګه د چين حکومت له خوا د اويغور ټولنې په ضد د ګامونو په اړه اګاهي خوروي.

د نيويارک اسلامک سنټر آف لانګ آي لېنډ کې په هم دې اړه د يوې دستورې وروسته نوموړې وي او ای ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې تور لګولی چې د چين حکومت تر درې میليونو د ايغور ټولنې خلک د مذهبي انتهاپسندۍ په نوم په کېمپونو کې ساتلي دي.

هغه وایي"نه يواځې د يو نه تر درېوؤ میليونو پورې خلک په دغه کېمپونو کې ساتلی شوي دي بلکې په دغه ځايونو کې دوي د اسلام نه د اوړېدلو د خطر سره مخ دي،نفسياتي او جسماني تشدد پرې کېږي چې تر مرګه پورې حالت ته ورسيږي".

عباس زياتوي، "د چين حکومت د دغه ټولې سيمې نه د پوليسو يو رياست جوړ کړی چرته چې د ايغور ډلې هر وګړی په نخښه کولی شي،
له دوي نه د ډي اېن ای نمونې اخستلې کيږي، په هر ګوټ پېر کې کېمرې لګولې شوې دي، په هر ګاډي کې د مقام معلومولو آلې وي او په دغه ځايونو کې دوي د ورځې په عمومي فعالیتونو نظر ساتي"

روشن عباس وايي چې تر پينځه لکو پورې د اويغور ټولنې ماشومان يتيم خانو ته لېږل شوي او جينکۍ په دې مجبوره کولی شي چې د چيني هلکانو سره ودونه وکړي،

دهغې په وینا دا هر څه د حکومت په خوښه او شاباسۍ سره کيږي د کوم وروسته چې دوی ته پېسې او روزګار ورکول کيږي. د جينکو کورنۍ دا واک نه لري چې د ددوئ ودونو نه انکار وکړي.

هغه وایي دا ټول ظلم په يويشتمه صدۍ کې کيږي چې ورته د معلوماتو زمانه ويلې کيږي خو د چين حکومت دا معلومات چا له هم نه ورکوي او د دروغو يوه بيانيه لري. نو ځکه دا ضروري ده چې خلک پوهه کړی شي او نړۍ له دې هر څه خبر کړې شي

دغه میرمنې وویل "زمونږ دا کمپاين په اصل کې يوه هڅه ده چې خلک خبر کړو او د نورو تنظيمونو په ذريعه هم دا اګاهي ورکړو"

روشن عباس د چيني حکومت هغه ټول تورونه ردوي چې په ځيني ميډيا ادارو لګول شوي وو چې د اويغور مسلمانانو په اړه يې خبرونه خپاره کړي وو او هغه دا هر څه رښتيا ګڼي.
دا وايي چې د چين په ځينو سيمو کې به مسلمانان د عبادت اجازت لري خو اويغور مسلمانانو ته دا اجازت نشته چې روژې ونيسي، مونځ وکړي، حلال خوراک وکړي او يا لوپټې واچوي او دا هر څه ناقانونه ګرځولې شوي دي.

هغه له ځنيي مسلمانانو هېوادونو هم ګيله لري خو د دې قصوروار هم د چين کميونسټ حکومت ګڼي چې هغوي د رښتيا حالاتو څوک نه خبروي او په خصوصي توګه د پاکستان په اړه وايي چې هغه نه ده خبر چې پاکستان ولې غږ نه کوي خو خدای مه کړه چې دغه حالات تر پاکستانه هم راورسي.

اويغور مسلمانان د چين پشمول قازقستان، ازبکستان،کرغزستان، سعودي عرب، ترکي، اسټريليا، پاکستان، روس، کېنېډا، امريکا، جاپان او يوکراين کې ژوند کوي.

د راپورونو ترمخه د چين په سنکيانګ صوبه کې دا وخت شاوخوا د يو کروړ نه زيات د اويغور ټولنې سره تعلق لرونکي خلک ژوند کوي او په تېرو وختونو کې د چيني حکومت له خوا په دوي د ظلمونو او له عبادته د منع کولو خبرونه مخې ته راغلي د کوم چې وخت په وخت چيني حکومت ترديد هم کړی دی.

خو د بېلا بېلو ميډيايي راپورونو ترمخه په سنکيانګ صوبه کې يو شمېر داسې کېمپونه جوړ دي چې پکې اويغور مسلمانان بنديان کړې شوي او ښايي دا د نړۍ تر ټولو لوی زندان دی خو بيا هم چين دا خبرونه رد کړي دي.

ويل کيږي د چين په سنکيانګ سيمه کې شاوخوا يو کروړ د ايغور ټولنې مسلمانان اوسېږي چې پکې زياتره په سنکيانګ صوبه کې ژوند کوي.

په وروستيو کې په رسنیو داسې راپورونه مخې ته راغلي وو چې د چيني حکومت لخوا د ايغور مسلمانانو سره د ظلم څه تصويران خپاره شوي دي.

که څه هم چيني حکومت دا ټول خبرونه، ويډيوګانې او تصويرونه ردوي خو د دغه ځای ځايي خلک چې په بل هېواد کې ژوند کوي، دا تورونه رښتيا بولي

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG