لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ:حراستي مرکزونو کې بندیان یوازې تر درېوؤ میاشتو ساتل کیدی شي


دپاکستان سپریم کورټ ویلي چې (دپوځ) په حراستي مرکزونو یا بندي خانو کې یو تن یوازې تر درېوؤ میاشتو ساتل کیدای اؤ ددې بندي خانو ائیني بڼه څه ده ؟دمحکمې په وړاندې دا یوه پوښتنه پرته ده.

دګل په ورځ دمشر قاضي اصف سعید کهوسه په مشرۍ ستره محکمه کې دحراستي مرکزونو اؤ دقبائیلي اؤ نیمو قبائیلي سیمو دپاره دقانون په اړوند د دوسیې اوریدنې په مهال دسرکاري وکیل لخوا سپریم کورټ ته ویل شوي چې دا مهال په دې حراستي مرکزونو کې شاوخوا ۱۰۰۰کسان بندیوان دي.

دمشر قاضي ددې وینا په ځواب کې چې حراستي مرکزونو کې یو بندي یوازې درېوؤ میاشتو پورې ساتل کیدی شي سرکاري وکیل ویلي څوک چې دهیواد په ضد فعالیتونه کوي هغوئ تر نامعلومې مودې هم دغو زندانونو کې ساتل کیدی شي.

دسپریم کورټ جج ښاغلي فائز عیسی ویلي چې که خبره دنامعلومې مودې پورې لاړه شي نو داسې خو به بیا هرڅوک د هیواد په ضد دفعالیتونو په تور نامعلومې مودې پورې بندي خانه کې ساتل کیږي.

قاضي فائز عیسی وویل نوي قانون څخه دچا په بند کې په ساتلو دنظرثانۍ نکته ویستل شوې ده.

مشر قاضي وویل هرکله چې دیادو سیمو دپاره د ۲۰۱۱م قانون موجود دی نو بیا خبره یوازې د خلکو د نیونې دجاج یا ارزونې پاتې کیږي.

هغه وویل د۲۰۱۱م په قانون کې ابهام له دې امله دی چې نیونې ارزول شوي نه دي.

په دغه موقعه قاضي ګلزار احمد پوښتنه راولاړه کړه چې ایا دکال ۲۰۰۸م څخه تر ننه ددې حراستي مرکزونو قانوني حیثیت چا چیلنیج کړی دی؟

سرکاري وکیل محکمې ته وویل دا وړومبی ځل دی چې ددې بندي خانو دقانوني بڼې ارزونه کیږي.

هغه وویل دحراستي مرکزونو په ګډون په نورو مهمو نکتو نوی قانون جوړیږي اؤ دغه قانون به په راتلونکو څلورو میاشتو کې پرځائ شي.

مشر قاضي سرکاري وکیل ته وویل ایا ته غواړې چې عدالت باید څلور میاشتې ائین وځنډوي؟

قاضي اصف سعید کهوسه وویل په ۲۵م ائیني ترمیم کې وړاندې نه پرځائ قوانین ته تحفظ ورکول اړین وؤ ږ

سرکاري وکیل ویأی د ترهګرۍ په وجه دخیبر پښتونخوا صوبې ولس اغېزمن کیدلو اؤ پوځ د ولس دتحفظ اؤ امن بیا پځائ کولو دپاره رابلل شوی دی.

جج مشیر عالم پوښتنه راولاړه کړه چې د امن پځائ کولو دپاره دکال۱۹۶۰م قانوموجود دی هغې څخه ولې استفاده نه ده شوې؟

سرکاري وکیل محکمې ته ویلي چې دامهال خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۱۱م قانون نافذ دی چې په دې قاضي فائز عیسی ویلي دغه قانون صدر یواړې قبائیلي سیمو کې پځائ کړی ؤ اؤ اوس چې قبائیلي سیمې ختمې شوي دي نو دغلته رائج قانون څنګه تراوسه پځائ دی؟

ددې دوسیې اوریدنه محکمې تر سبا ورځې ځنډولې ده

په پاکستان کې وخت په وخت دبې درکه کسانو کورنۍ کورنۍ اؤ دبشري حقونو فعالین احتجاجونه کوي چې پوځ په زرګونو کسان په غیرقانوني ډول بندي خانو ته اچولي چې دمړي ژوندي په هکله یې کورنیو ته هیڅ معلومات نشته.

خو پوځ اؤ استخباراتي ادارې بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي په بې درکه کسانو کې کیدای شي زیاتره دجنګیالو لیکو کې جذب شوي وي.

دپاکستان حکومت ددغو بې درکه کسانو معلومولو دپاره یو کمیشن هم جوړ کړی اؤ دغه کمیشن دعوه کوي چې تر اوسه یې زیات بې درکه کسان پیدا کړي دي.

د خېبرپښتونخوا ګورنر په پينځم اګست د اېکشن ان اېډ اف سېول پاور ارډيننس قانون د قبايلي سيمو ترڅنګ ټولې صوبې ته غځولی چې پکې امنيتي ادارو ته بېساری واک ورکړی شوی چې ترمخه يې ادارو يو تن بې تپوسه پورته کولی او د نامالومه مودې پورې د ځان سره ساتلی شو.

شبېر حسېن ګګياني نومې وکيل د دې ارډيننس پرضد هايکورټ ته خواست کړی ؤ چې دا غېر ائيني اقدام دی اؤ پېښور هائیکورټ داکتوبر په ۲۴م د اېکشن ان اېډ اف سېول پاور ارډيننس پرضد تفصيلې فېصله جاري کړې وه چې پکې د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو سېکرټري ته امر شوی ؤ چې په ۲۴ ساعتونو کې دې د صوبې دننه حراستي مرکزونه سب جېلونه وګرځوي.

پېښور هايکورټ په ۱۷م اکتوبر په دې مقدمه کې خپله لنډه فېصله اورولې وه چې ترمخه يې په پينځم اګست جاري شوی ياد ارډېننس غېر قانوني ګرځولی ؤ.

د یادو حراستې مرکزونو په اړوند کال ۲۰۱۷م د اکتوبر په مياشت کې د سپريم کورټ په غوښتنه حکومت په خپل ځواب کې ويلي ؤ چې په قبايلي سیمو او خېبرپښتونخوا کې ۴۵ حراستي مرکزونه دي او هغه په دې مرکزونو کې د ۱۳۳۰ بندي کسانو شمېره ښودل شوې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG