د خېبرپښتونخوا د مردان سیمې نه کراچۍ ته په لار د مسافرو بس په ډېره اسماعيل خان سيمه کې د ټرک سره په ټکر شوی چې پکې د پينځه پوځي سرتېرو په ګډون نهه تنه مړه شوي دي.
د ډېره اسماعیل خان د پوليسو په وېنا په مړه شوؤ کسانو کې يوه ماشومه او يوه زنانه هم شاملې دي.
د پوليس رپوټ ترمخه د مردان نه کراچۍ ته په لار روان د مسافرو ډک د ډېره اسماعيل خان په پرووا علاقه کې د ټرک ګاډي سره په ټکر شوی دی.
پولیس ويلي ژوبل کسان روغتونونو ته منتقل کړی شوي او د پېښې مقدمه درج کړی شوې ده.
پوليس ويلي د پېښې پلټنې يې پېل کړي او په سمدستي ډول يې دا نه دي ویلي چې د ګاډو د ټکر کېدو غلطي د چا وه.
په پېښه کې په مړه شوؤ کسانو کې د پوليس رپوټ ترمخه د زیاترو تعلق د کراچۍ سره دی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په پېښه د افسوس څرګندونه کړې ده.
په پاکستان کې وخت په وخت په غريئزو او مېداني علاقو کې دغه ډول ټرېفکي پېښې کيږي.
چارواکي يې علتونه د سړکونو خرابوالی او د ډرائيورانو د غلطۍ يا تېز رفتارۍ سره په ګاډو کې د حساب نه زيات وزن بارول ګڼي.