لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپرویز مشرف په ضد دغدارۍ مقدمه کې اسلام اباد هائیکورټ ځانګړې محکمه له پرېکړې اورولو منعې کړه


اسلام اباد هائیکورټ د غدارۍ په سنګینه مقدمه کې ځانګړې محکمه دهیواد دپخواني پوځي امر جنرال پرویز مشرف په ضد دپرېکړې اورولو څخه منعې کړې ده .

دپرویز مشرف په ضد دائین د شپږمې مادې په اساس دسنګینې غدارۍ په قضیه کې ځانګړې محکمې خپله پرېکړه خوندي کړې اؤ ټاکل شوې وه چې دا پرېکړه د زیارت په ورځ اورول کیږي خو دپاکستان دکورنیو چارو وزارت اؤ د مشرف وکیل اسلام اباد هائیکورټ ته عریضې کړي چې باید محکمه له دغې پرېکړې اورولو منعې کړی.

د اسلام اباد هائیکورټ دمشر قاضي اطهرمن الله په مشرۍ دشورو په ورځ دهائیکورټ سترې څانګې ددغه دوسیې اوریدنه کړې اؤ په دغه مهال سرکاري وکیل ساجدالیاس بهټي دمحکمې څخه غوښتنه کړې چې باید ځانګړې محکمه ایساره کړي چې دا پرېکړه وا نه وروي.

د اوریدنې په مهال قاضي عامر فاروق ویلي دسنګینې غدارۍ په دې مقدمه کې دسرکاري وکیلانو د ډلې مشر استعفا ورکړې خو یو کال وشو چې ددغې ډلې دپاره نوی مشر نه دی ټاکل شوی اؤ دا ښایي چې وفاق د مشرف په ضد مقدمه پر وړاندې بوتلل نه غواړي.

قاضي محسن اختر کیاني پوښتنه کړې چې د سرکاري وکیلانو دمشر ټاکنه د حکومت مسولیت ؤ که دعدلیې؟ دمرکزي حکومت په ضد باید دې ترڅ کې ګامونه ولې وانه خستل شي.

سرکاري وکیل دریځ خپل کړو چې مونږ غواړو تیروتنې سمې کړو ترڅو سبا عدلیه هم دشرم سره مخ نه شي.

قاضي عامر فاروق وویل تیروتنې به د مرکزي حکومت دپاره دشرم سوب جوړیږي.

هغه زیاته کړه چې دصفایۍ د وکیلانو کار هم دادی که دتورن په حق کې څه مواد لري باید رامخې ته یې کړي ګنې داسې د صفا سوتره قضایې چارو سرته رسولو غوښتنې نه ترسره کیږي

وروسته محکمې دپرویز مشرف په ضد دمقدمې پرېکړې اورولو نه ځانګړې محکمه منعې کړه

دا تر اوسه معلومه نه ده چې د خصوصي عدالت فيصله به څه وي خو د حکومت هڅو نه داسې ښکاري چې حکومت ويره لري چې په راتلونکې فيصله کې جنرل مشرف غدار وگرځول شي.

د پاکستان په تاريخ کې په لمړي ځل د مسلم ليگ نون تېر منتخب حکومت د پوځ د کوم مشر په ضد د ايين سره د غدارۍ مقدمه کړې ده. سياسي څېړونکي وايي د پوځ او د پخواني وزير اعظم نواز شريف تر منځ بدي هله پيدا شوه چې جنرل مشرف په کال ١٩٩٩ کې د نواز شريف د منتخب حکومت تخته واړوله.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG