واشنګټن ــــ د پښتو ژبې نومیالي لیکوال او شاعر غازي سیال تر اوږدې ناروغۍ وروسته نن د پېښور په یو روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
86 کلن غازي سیال شاوخوا پینځوس کاله د پښتو ژبې او ادب خدمت وکړ او په خپل ادبي ژوند کې یې ګڼ شمېر آثار ولیکل چې له هغوی څخه 16 تر اوسه پورې چاپ او ځینې ناچاپ دي.
غازي سیال درې ناولونه لیکلي چې لومړی ناول یې (بنزی) نومېږي، شپږ شعري ټولګې یې چاپ دي چې په هغوی کې درې نعتیه مجموعې دي او شپږ نثري کتابونه چاپ دي.
ښاغلي سیال د شاوخوا 50 پښتو فلمونو لپاره سندرې هم لیکلې دي چې د ګلنار بېګم په ګډون ګڼ شمېر فلمي سندرغاړو ویلي دي او دغه سندرې یې د (زما سندرې ستا دپاره) په نامه په کتابي بڼه هم چاپ شوې دي.
محمد غازي شاه (غازي سیال) د عبدالغفور شاه زوی دی چې په 1933م کال کې د پښتونخوا د بنو سیمې په کوټکه اخوندان منډان کلي کې په یوه مذهبي او ادبي کورنۍ کې زېږېدلی وو.
غازي سیال پخپله یوه مرکه کې ویلي وو چې رسمي تعلیم یې دومره نه دی کړی خو له خپل پلاره یې- چې دیني عالم وو- دیني زدکړې کړې وې او په دې ترڅ کې یې بوستان ګلستان، سکندرنامه، صرف و نحوح او فقه لوستي دي.
غازي سیال د خپلې لیکوالۍ او شاعرۍ پر سر لسګونه سرکاري او غیرسرکاري ایوارډونه هم تر لاسه کړي او په ادبي مجلو کې یې لسګونه مقالې خپرې شوې دي.
د غازي سیال چاپ کتابونه:
1. "ژوند او ښکلا" (شاعري)، 2. "بنزی" (ناول)، 3. "د ازادۍ سحر" (شاعري)، 4. "پرخه په ګلونو" (شاعري)، 5. "د سندرې روح" (پر ګلنار بېګم لیکلی کتاب)، 6. "زما سندرې ستا د پاره" (فلمي سندرې)، 7. "منګرۍ" (ناول)، 8. "ښکلا د کائنات" (نعتونه)، 9. "رنګونه بهارونه" (شاعري)، 10. "سيوري" (افسانې)، 11. "نور حرا" (نعتونه)، 12. "هغه سندرې چې فوک نۀ دي" (څېړنه)، 13. "مکين د عرش او فرش" (نعتونه)، 14. "کشماله" (ناول)، 15. "حرفونه خبرې کوي" (شاعري).