په عراق کې د حکومت مخالفه مظاهره چيانو د شورو، چارشنبې په ورځ په جنوبي ښار نجف ښار کې د ايران قونصلګري سوځولې ده.
راپورونه وايي د ايران قونصلګرۍ ته د اور اچولو په مهال د امنیتي ځواکونو او مظاهره چيانو ترمنځ نښتې شوي چې پکې يو تن وژل شوی او ۳۵ نور ژوبل شوي دي.
پېښه کې د قونصلګرۍ کار کوونکي روغ پاتې شوي دي.
په عراق کې دا دوېم ځل دی چې د ايران په قونصلګرۍ بريد کيږی. د روانې مياشتې په سر کې په کربلا کې دغه ډول برید شوی خو قونصلګرۍ ته اور نه ؤ اچول شوی.
مظاهره چیان غوښتنه کوي چې د عراق حکومت دې د غبن خاتمه وکړي او په عراق کې دې د ايران لاسوهنه کمه کړي.
په عراق کې د اکتوبر د میاشتې راهسې پېل شوې مظاهرې په خونړو پېښو بدل شوي، مظاهره چيانو په حکومتي ودانو او پُلونو قبضه اچولې، او حکومتي ځواکونه په مظاهره چيانو اوښکې بهيوونکي ګېسونه وروي.
د اکتوبر د میاشتې راهسې په پېل شوؤ روانو مظاهرو کې تراوسه پورې ۳۵۰ کسان وژل شوي او په زرګونو نور ژوبل شوي دي.