لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا لویې درستیز وایي نزدې راتلونکي کې افغانستان کې دبریالېو مذاکراتو هېلې سیوا شوي


دامریکا دګډو ځواکونو مشر یا لویې درستیز جنرال مارک میلي وایي د تیر وخت په پرتله افغانستان کې دسولې خبرو اترو څخه د بریالیو پایلو هېلې سیوا شوي اؤ تمه کیږي چې نزدې راتلونکي کې به دسولې تړون ممکن شي.

دچهارشنبې په ورځ افغانستان ته دخپل سفر په ترڅ کې جنرال مارک میلي خبریالانو ته ویلي “مونږ به په نزدې راتلونکي کې کامیاب مذاکرات وکړو اؤ هیله من یم چې دا خبرې به دسولې تړون ته لاره هواره کړي”

تر دې وړاندې تیره اوونۍ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ هم امریکایي رسنۍ فاکس نیوز ته ویلي وؤ افغانستان کې یې طالبانو سره دسولې یو تړون ته په رسېدلو کار پیل کړی خو هغه په دغه هکله نور جزئیات نه وؤ څرګند کړي.

دافغان میډيا د راپورونو له مخې جنرال میلي ویلي یو شمیر کارونه باید ترسره شي ترڅو دافغانستان ۱۸کلنه جګړه پائ ومومي اؤ بریالیو مذاکراتو ته لاره هواره شي.

پخپله دنده له ګمارل کیدو راپدیخوا دا دجنرال مارک میلي افغانستان ته وړومبی سفر دی چې وروسته له هغې یې کړی چې تیره اوونۍ دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ دبندیانو تبادله وشوه اؤ صدر ټرمپ هیله څرګنده کړه چې دبندیانو دا تبادله به افغانستان کې اوربند ته لاره هواره کړي.

طالبانو دکال ۲۰۱۶م راهسې برامته کړي دوه بهرني استاذان تیره اوونۍ خوشي کړي وؤ چې دهغې په بدل کې افغان حکومت درې مهم طالب مشران انس حقاني،مالي خان اؤ عبدالرشید له بنده خوشي کړي.

څېړونکي وایي دبندیانو دتبادلې سره یو ځل بیا افغانستان کې دسولې دخبرو پیل کیدو هېلې راټوکیدلې دي.

امریکا دتیر کال راهسې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ طالبانو سره په قطر کې دسولې خبرې پیل کړې وې خو دستمبر په پینځمه نېټه کابل کې دطالبانو له لوري شوې یوه بمي چاودنه کې دیو امریکایي سرتیري په ګډون د۱۲کسانو له وژنې وروسته دامریکا صدر ټرمپ طالبانو سره دسولې دخبرو ودرولو اعلان وکړو.

ولی مطبوعاتي راپورونه وایي چې اوس یو ځل بیا په قطر کې دسولې هڅې ګړندۍ شوي اؤ په نزدې وختونو کې دغلته طالبانو سره پټې اؤ ښکاره ناستې ترسره شوي دي.

پژواک خبري اژانس وایي څو ورځې مخکې د امريکا ځانګړي استازي زلمی خليلزاد کابل ته له سفر وروسته قطر ته لاړو او هلته يې د طالبانو د سياسي دفتر له استازو سره يې وليدل.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ټوئټر لیکلي چې افغانستان دپاره داروپایي اتحادیې اؤ دجرمني ځانګړو استازو هم په قطر کې دطالبانو دیو مهم مشر عباس ستانکزي سره لېدنې کړي اؤ افغانستان کې دسولې‌ په پروسه ورسره غږیدلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG